(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۶)
د افغان ولسمشر د دوهم مرستيال ساتونکو وړمه شپه د يوه واده پر خلکو ډزې کړي ناوې يې وژلې او څلور کسان نور يې ټپيان کړي دي.
د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش پېښه تائيدوي او وايي چې د محقق له ساتونکو څخه په تېروتنه ډزې شوي، چې له کبله يې ناوې وژل شوې او د واده د کور څلور تنه نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، له واده وروسته د واده کتار کورته روان و، چې د محقق د کور ترڅنګ يې د خوشحالۍ ډزې کړي او په وينا يې چې د محقق ساتونکو د هغوی په ځواب کې ډزې وکړې چې د ناوې د وژل کېدو سربېره څلور کسان نور ټپيان شول.
د دانش په وينا د پېښې سره په تړاو يې څلور کسان نيولي دي چې دوه يې د محقق د کور ساتونکي او دوه نور د سيمې د امنیت مسئولیت په غاړه لري.
-الماس خدرخېل-

















