د راپورونو په آساس د یمن حوثي ملیشو داځل د سعودي عربستان د جازان ښار په نښه کړی .
د جازان چارواکو رسنیو ته ویلي چې د حوثي یاغیانو توغندی د دې ښار د حارث د سیمې په استوګنځایونو کې لګیدلی دی.
د چارواکو په وینا چې په یاد برید کې یو تن یمنی مهاجر وژل شوی دی او څو تنه ټپیان دي.
د سعودي چارواکو له برید وروسته په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت کړي.
د یادونې وړ ده چې جازان ښار له یمن سره په پوله پروت دی چې وخت ناوخت د حوثي ملیشو د بریدونو ښکار کیږي.

















