پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د شیطان پېژند ګلوي دریمه برخه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 17, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
12
ځلې شریک شوی
145
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

لیکوال : دکتور کفایت الله وردګ
په مخکنۍ برخه کې مو د شیطان د خلقت او ظاهري شکل په اړه خبرې کړې وې پدې برخه کې د شیطان د معنوي صفاتو په لور یو نظر کوو او په راتلونکو برخو کې به د شیطان په هغه لارو چارو خبرې کوو چې د یو انسان د ګمراه کولو لپاره ورڅخه کار اخلي .
د شیطان معنوي صفات
تکبر او کفر
د شیطان په طبیعت کې تکبر دی او هغه ډېر زیات کبر لري او له کومې ورځې نه چې الله جل جلاله ملائکو ته ا مر وکولو چې حضرت آدم علیه السلام ته د سجده وکوي له هغه ورځې نه کافر دی الله جل جلاله دده د کبر په اړه مونږ ته فرمایلي دي :
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآَدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ. سورة البقرة
ترجمه : او (یاد کړه اې محمده!) کله چې وویل مونږ پرښتو ته چې سجده وکړئ آدم ته (د تحیې) پس سجده وکړه دوی (ټولو) مګر (سجده ونکړه) ابلیس منع یې راوړه (له سجدې نه) او لوئي یې وکړه او وو دی (له پخوا څخه په علم د الله جل جلاله کې) له کافرانو څخه .
څرنګه چې کبر د شیطان دهغه د ټول عمر د هلاکت سبب شو او د الله جل جلاله په وړاندې ډېره لویه ګناه ده رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو مبارکو کې بیا بیا مونږ دې ټکی ته متوجه کوي چې باید له زړونو څخه کبر وباسو په یو حدیث کې رسول الله صلی الله وعلیه وسلم فرمايي :
لا يدخل الجنة من كان في قلبه مثقال ذرة من خردل من الكِبر. صحیح مسلم
ترجمه : جنت ته به نه ننوزي هغه څوک چې په زړه کې یې په اندازه د یوې زرې د خردل دانې کبر وي .
یعني چې یوه ذره کبر یې هم په زړه کې وي هغه یوه ذره کبر هم کولی شي یو بنده جنت ته له ننوتلو څخه بند کړي .
په یوه روایت کې دا هم راغلي چې یو کس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل : إن الرجل يحب أن يكون ثوبه حسناً ونعله حسناً . قال : إن الله جميل يحب الجمال ، الكِبر بطر الحق وغمط الناس. صحیح مسلم
ترجمه : بېشکه یو سړی خوښوي چې د هغه جامه د ښکلې وي او د هغه پایزار د ښکلی وي (نو آیا دا هم کبر دی؟) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : (نه هغه کبر نه دی) بېشکه الله جل جلاله ښکلی دی او ښکلی شی خوښوي کبر د حق سپک ګڼل او د هغه باطلول دي او کبر د خلکو سپکاوی دی او هغو سپک ګڼل دي (او له خلکو نه خپل لوی ګڼلو ته کبر ویل کیږي) او ابلیس چې کله کبر وکولو نو همدا معنی د هغه په خبرو کې له ورایه ښکاره کېده چې الله جل جلاله مونږ ته د هغه وخت واقعه را نقل کوي نو فرمايی چې شیطان ویل : قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ. سورة ص
ترجمه : وویل (ابلیس) زه غوره یم له ده (حضرت آدم علیه السلام) نه پیدا کړی د یم زه له اور نه او پیدا کړی د دی هغه له خټې نه .
په بل ځای کې الله جل جلاله فرمایی چې شیطان ویل :
قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا . سورة الاسراء
ترجمه : وویل (ابلیس) آیا زه سجده وکړم داسې چا ته چې پیدا کړل شوی وي له خټې نه؟
په بل ځای کې الله جل جلاله فرمایی چې شیطان ویل :
قَالَ لَمْ أَكُنْ لِأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ . سورة الحجر
ترجمه : وویل (ابلیس) چې نه یم زه (لائق د دې کار) چې سجده وکړم (داسې) بشر ته چې پیدا کړی دی له کودرو کړنګېدونکیو وچ (چې جوړ شوي دي) له تورې خټې سخا شوې .
د الله جل جلاله معصیت
د شیطان له معنوي لویو صفاتو څخه بل دا دی چې هغه نا فرمانه دی ، هغه د الله جل جلاله نا فرماني وکوله او دا هم په اصل کې د هغه د اول صفت (تکبر) نتیجه وه چې دی یې پدې لوی غضب هم آخته کړو حضرت ابراهیم علیه السلام ته چې الله جل جلاله ډېر لوی علم ورکړی وو هغه شیطان ډېر ښه پېژندلو او خپل پلار ته یې ویل چې د نا فرمانه شیطان متابعت مه کوه الله جل جلاله مونږ ته فرمايي چې هغه خپل پلار ته داسې نصیحت کاوه :
يَا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِيًّا . سورة مریم
ترجمه : اې پلاره عبادت (فرمانبرداري) مه کوه د شیطان بېشکه شیطان د رحمن (الله جل جلاله ) څخه نا فرمانه دی .
ملعون او رټل شوی دی
د شیطان بل صفت دادی چې دا د الله جل جلاله له رحمت څخه رټل شوی دی او د الله جل جلاله د لعنت قابل شوی دی کله چې ده د الله جل جلاله د یو حکم له منلو نه د تکبر له امله سر غړونه وکوله نو د الله جل جلاله په وړاندې د دې صفاتو قابل او لايق شو نو د الله جل جلاله لعنت ورباندې وشو او و رټل شو الله جل جلاله په هغه وخت کې شیطان ته وویل : قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُومًا مَدْحُورًا لَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنْكُمْ أَجْمَعِينَ . سورة الاعراف
ترجمه : وویل (الله جل جلاله ای ابلیسه) ووځه له دې ځایه په دغسې حال کې چې بد حال غمجن کړل شوی مردود رټل شوی (لرې کړل شوی يې له رحمته) . (قسم دی) خامخا هرڅوک چې متابعت وکړي ستا له دغو (انسانانو) خامخا ډک به کړم جهنم (دوزخ) له تاسې (له تابعانو ستا او له تا له) ټولو .
په بل ځای کې الله جل جلاله فرمایی :
فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآَنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ . سورة النحل
ترجمه : نو کله چې لولې (ته) (پاک) قرآن نو پناه وغواړه (ته) په الله جل جلاله له شیطان رټل شوي (په شعلو سره) .
په یو ځای کې الله جل جلاله د شیطان دا دواړه صفتونه په یو ځای کې یاد کړي دي الله جل جلاله شیطان ته وویل : قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ وَإِنَّ عَلَيْكَ اللَّعْنَةَ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ . سورة الحجر
ترجمه : نو وفرمایل (الله جل جلاله ابلیس ته) پس ووزه ته له دې ځایه نو بېشکه ته رټل شوی ئې . او بېشکه پر تا باندې د (اې شیطانه ) لعنت تر ورځې د جزاء پورې .
طغیان اوله حده تېرېدل
د شیطان بل معنوي صفت تر حد تېرېدل دي او سرکشي کول دی شیطان په هغه وخت کې تر خپلو حدونو تېر شو چې کله الله جل جلاله ورته امر وکولو چې حضرت آدم علیه السلام ته د تعظیم سجده وکوه او ده انکار وکولو او ځان یې تر حضرت آدم علیه السلام نه لوی وګڼلو نو د الله جل جلاله د حکم سرکشي یې وکوله او تر خپلو ټاکلیو حدونو څخه تېر شو .
د حق په وړاندې کمزوري
د شیطان بل صفت دا دی چې هغه د خپل ټول فریب او چالاکي سره د حق په وړاندې ډېر کمزوری دی او چې یو حقاني انسان ته په چل او فریب سره دوکه ورنه کړی او هغه په چل سره له سمې لارې خطا نه کړي نو د مخامخ مقابلې یې بالکل نه د ی الله جل جلاله په قرآن کریم کې دده چل ته کمزوری ویلي دي الله جل جلاله فرمایي: الَّذِينَ آَمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا . سورة النساء
ترجمه : هغه کسان چې ایمان لرونکي دي جنګ کوي دوی په لاره د الله جل جلاله کې (د دین د ترقي لپاره) او هغه کسان چې کافران شوي دي جنګ کوي دوی په لاره د شیطان کې نو جنګ وکړئ تاسې له دوستانو د شیطان سره!، بېشکه چې مکر د شیطان ضعیف دی .
په بل ځای کې الله جل جلاله فرمايي :
قُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ . سورة سبأ
ترجمه : ووایه چې راغلو حق او نه به را ښکاره کیږي باطل او نه به را ګرځي .
امام طبري رحمه الله د پورتني آیت په تفسیر کې فرمايی : والباطل : إبليس ، أي : ما يخلق إبليس أحداً ولا يبعثه .تفسیر جامع البیان
ترجمه : او باطل : ابلیس دی معنی یې داده چې ابلیس پیدا کول نشی کولی او نه هېڅوک را ژوندي کوي .
په بل ځای کې اللهجل جلاله فرمايي :
وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا. سورة الاسراء
ترجمه : او ووایه چې راغلو حق او هلاک شو باطل بېشکه باطل هلاکېدونکی دی .
امام قتادة رحمه الله ددې آیت په تفسیر کې فرمايی : الحق : القرآن ، وزهق الباطل : هلك ، وهو الشيطان . تفسیر الطبری
ترجمه : حق : قرآن دی د و زهق الباطل معنی ده چې هلاک شو او هغه (باطل) شیطان دی .
بې وفائي او د خپلو ملګرو شرمول
څرنګه چې همدا اوس تېر شول چې شیطان د حق په مقابل کې ډېر کمزوری دی نو هغه چې کله هم له حق سره مخامخ شي نو خپله شا ته منډه کړي او خپل ملګري په هر ډول حالاتو کې چې وي په میدان پریږدي او له هغه سره بې وفايي وکوي او که دده په نشت والي سره دده ملګري شرمیږي نو دده ورباندې څه کار نه وي وجه يې داده چې دده ملګرتیا د انسانانو سره صرف ددې لپاره وي چې په څه چل او دوکه سره انسانان د هلاکت کندې ته ورسوي او په دنیا او آخرت کې کوښښ کوي چې په څه ډول باندې انسان هلاک کړي ده په مختلفو ځایونو کې د خپلو ملګرو انسانانو سره همداسې کړي دي د مثال په ډول :
د بدر په ورځ
د بدر په ورځ ددې لپاره چې کفارو ته زړه ورکړي او جنګ ته یې ور تیز کړي نو شیطان د یو قومی مشر کافر سراقه بن مالک په شکل کې کفارو ته راغلو او ورته یې وویل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره جنګ ته زه هم ستاسې سره ځم تر هغه وخته پورې ورسره وو چې فوځونه سره مخامخ شول میدان ته په داسې وخت کې راغلو چې ابو جهل ته یې خپل لاس په لاس کې ورکړی وو کله یې چې په میدان کې په ملائکو باندې سترګې ولګېدلې نو شاته یې زور وکولو حارث ابن هشام چې ولیدل چې سراقه بن مالک (چې په اصل کې شیطان وو) شا ته زور شروع کړو نو یې کلک را ونیولو ده هغه ته په سینه کې وار ورکړو او ځان یې ورڅخه خلاص کړو او له میدان څخه په تېښته شو ابو جهل او نورو مشرکینو هغه ته وویل : سراقه دا ته څه کوې؟ لتانه هېر شول چې تا له مونږ سره وعده کړې وه چې ته به تر آخره پورې زمونږ ملګري کوې؟ ده ورته وویل زه داسې څه (ملائکې) وینم چې تاسې يې نه وینئ الله جل جلاله هغه واقعه مونږ ته بیانوي : وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَكُمْ فَلَمَّا تَرَاءَتِ الْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَى عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكُمْ إِنِّي أَرَى مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ . سورة الانفال
ترجمه : او (یاد کړئ) هغه وخت چې ښايسته کړي وو دغو (کفارو) ته شیطان عملونه د دوی او وې ویل چې نشته هېڅ غالب پر تاسې نن ورځ له خلقو او بېشکه زه ساتونکی یم ستاسې ، نو کله چې سره ولیدل (مخامخ شول) دواړه فوځونه (د اسلام او کفر) بېرته ئې منډې کړې په پوندو خپلو (یعني و تښتېده) او وئې ویل بېشکه زه بېزار یمه له (ساتنې) ستاسې او بېشکه زه وینم هغه (فوځ د ملائکو چې راځي په معاونت د مؤمنانو) چې نه يې وینئ تاسې بېشکه زه ویریږم له الله جل جلاله ا و الله جل جلاله سخت دی عقوبت (دده) .
د قیامت په ورځ
د قیامت په ورځ کله چې د فیصلې وخت شي نو شیطان به په پوره معنی په عامه توګه له ټولو خپلو پیروانو څخه بېزار شي او هغوی چې ټول عمر یې دده تابعداري کړي وي او دده تابعداري یې ددې سبب شوی وي چې اوس به یې په برخه کې هلاکت وي نو په هغه میدان کې به شیطان هغه ټول پریږدي او ښکاره به کړي چې په ده کې له ازل نه بې وفایي او دخپلو تابعدارانو د شرمولو او یوازې پرېښودلو عادت او صفت پروت دی ددې لپاره چې انسانان په دنیا کې اوس تر وخت وړاندې د هغه په دوستي باندې پوره یقین ونه کوي او ورباندې ډاډه نه شي نو الله جل جلاله مونږ ته دده د هغه وخت حالت بیانو ي الله جل جلاله فرمايي : وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الْأَمْرُ إِنَّ اللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِي عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلَّا أَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلَا تَلُومُونِي وَلُومُوا أَنْفُسَكُمْ مَا أَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنْتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَا أَشْرَكْتُمُونِ مِنْ قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ . سورة ابراهیم
ترجمه : او وبه وايي شیطان کله چې فیصله شي امر (د حساب په قیامت کې) بېشکه چې الله جل جلاله وعده کړې وه له تاسې سره (په دنیا کې) وعده د حق (چې بیا را پورته کېدل دي ، دوزخ دی او نعمتونه دي) او وعده کړې وه ما له تاسې سره بیا نو خلاف مې وکړ له تاسې سره (په وعده کې لکه چې اوس در ښکاره شو) ، او نه وو ماته پر تاسې هېڅ حکومت ( او غلبه) مګر دا قدر چې وبللئ ما تاسې (ګمراهي ته) نو قبول کړو تاسې (په تشو غولولو سره) دعوت زما ، نو مه ملامتوئ تاسو ما او ملامت کړئ نفسونه (ځانونه) خپل نه یم زه اوس فریاد رس (له عذابه خلاصوونکی) ستاسې او نه یئ تاسې فریاد رس (له عذابه خلاصوونکي) زما ، بېشکه زه کافر (منکر بېزاره یم) له هغه اشراکه د تاسې ما لره (له الله جل جلاله سره په طاعت کې) پخوا (له دې نه په دنیا کې) ، (نو فرمائي الله جل جلاله) بېشکه چې ظالمان شته دوی ته عذاب ډېر دردناک .
په بل ځای کې الله جل جلاله فرمايي : يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا أُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَلَا يَجِدُونَ عَنْهَا مَحِيصًا . سورة النساء
ترجمه : وعده کوي (شیطان) له دوی سره او په باطلو امیدونو کې غورځوي دوی ، او نه کوي وعده له دوی سره شیطان مګر په فریب دغه (تابعان د شیطان) ځای د دوی جهنم دی او نه به موموي دوی له دې دوزخه هېڅ ځای د تېښتې (او خلاصي) .
په بل ځای کې ا لله جل جلاله فرمايی : كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنْسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ فَكَانَ عَاقِبَتَهُمَا أَنَّهُمَا فِي النَّارِ خَالِدَيْنِ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ . سورة الحشر
ترجمه : (مثال د منافقانو په مخالفت د وعدې کې) لکه مثل (قصه) د شیطان داسې ده کله چې وائي انسان ته چې کافر شه نو کله چې (انسان) کافر شي وائي (شیطان) زه بېزاره جلا یم له تا څخه بېشکه زه وېرېږم له الله جل جلاله چې رب د ټولو عالمیانو دی پس دی عاقبت انجام د دواړو (ګمراه کوونکي او ګمراه شوي) داسې چې بېشکه هغوی دواړه به وي په اور (د دوزخ) کې تل به اوسیږي دوی (دواړه) په هغه (اور د دوزخ) کې او هم دا (خلود د اور د دوزخ جزاء د ظالمانو (کافرانو) ده . … نور بیا

مخکینې مطلب

حوثیانو یوځل بیا په سعودي مرګونی توغندویز ګذار کړی

بل مطلب

بې هدفه اپوزيسيونونه او هدفي وژنې

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com