د پژواک آژانس د راپور له مخې هغه الوتکه چې د ولسمشر لومړی مرستیال پکې د مزار شریف ښار ته راروان ؤ کیناستلو ته نده پریښودل شوې
سرچينې وایي داکار د اشرف غني په ځانګړې غوښتنه چې په پټه یې له مزار میشتو الماني ځواکونو کړې وه شوی دی.
ویل کیږي الوتکه ۱۰ دقیقې په هواکې اجازې ته منتظره وه چې بیا وروسته پریښودل شوه
خو ځینې بیا وایي چې دې ځواکونو په خپل سر دا چاره کړې په داسې وخت کې کړې ده چې جنرال عطامحمد نور هم د دوستم د هرکلي لپاره تر هوایي ډګر رارسیدلی ؤ.
معلومه نده چې د دوستم الوتکې ته ولې د کیناستو اجازه نده ورکړل شوې
بلخوا د دوستم یوه ویاند بشیراحمد تینج د پژواک دا خبر رد کړی او افواهات یې بللي دي.
، خو پدې وروستیو کې دوستم عطانور او محقق لخوا د شمال اتلاف یوځل بیا خپلمنځي اتحاد کړی ترڅو ارګ ته له قوي لیدلوري خپل موقف ښکاره کړي، خو ارګ بیا د دوستم پسې د ایشجي د جنایي قضیې د څیړلو امر کړی دی خو دوستم محکمې ته له حضور څخه ډډه کړې ده او یاده محکمه یې سیاسي توطیه بللې


















