(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۷)
د قطر د دفاع وزير خالد بن محمد العطيه په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې ښايي په قطر کې هم د ترکيې په څېر د کودتا ناکامه هڅه وشي.
نوموړي دا څرګندونې د ترکيې د نړيوال ملي راډيو تلويزيون سره په مرکه کې وکړې او زياته يې کړه چې د سعودي په مشرۍ يو شمير خليجي هېوادونو غوښتل چې خپلې غوښتنې په قطر ومني چې يوه يې له دغه هېواده د ترکيې د پوځي اډې ټولول و چې قطر يې دغه غوښتنه رد کړې ده.
د محمد العطيه په باور، ښايي له ترکيې وروسته وار د قطر وي او په دغه هېواد کې هم د ناکامې کودتا هڅه وشي، ځکه چې قطر هم د مظلومو او اسلامي نړۍ څخه دفاع او د ظالم پر وړاندې مبارزه کوي.
دغه راز نوموړی وايي، چې د ترکيې د ناکامې کودتا پر مهال د قطر هېواد لومړنی ولسمشر و چې اردوغان سره يې د تليفون په کرښه خبرې وکړې.
له تېرو شاوخوا درې مياشتو راهيسې د سعودي په مشرۍ يو شمير هېوادونو په قطر هراړخيز بنديزونه ولګول او دغه هېواد يې د ترهګرو سره په ملاتړ تورن کړ.
-الماس خدرخېل-


















