هلمند: د جګړې لمړۍ کرښې ته معتاد کسان لیږدول کیږي.
د راپورونو په بنسټ ویل شوي چې په هلمند کې د سختو جګړو پخاطر په نشیي توکو روږدي کسان لمړۍ کرښې ته لیږدول کیږي.
که څه هم د افغان ځواکونو ۷۰ سلنه روږدي کسان تشکیلوي خو پدې وروستیو کې ویسا ورځپاڼې ته داسې لاسوندونه په لاس ورغلي چې ښکاره کوي چې په یاد ولایت کې په نشیي توکو روږدي کسان له بازار او پارکونو د درملنې په پلمه د پولیسو لخوا راټول شوي چې وروسته د پوځیانو د پوستو ساتلو او د جنګ ډګرونو ته لېږل شوي دي.
ځینې راپورونه وایي چې د هلمند ولایت ته هغه عسکر ځي چې یا حکومتي واسطه نلري، یا هم د سختو مجبوریتونو سره لاس اوګریوان وي او د پیسو له کبله د جګړې لمړۍ کرښه مني.
سرچینې وایي هر عسکر چې د هلمند جګړو ته تبدیلیږي یا هم په کور کیني، او یا هم د پیسو او واسطو په مټ له دې ولایت څخه ځان څنډې ته کوي، نو د پوځيانو کمبود ځینې قوماندانان اړ کړي تر څو روږدي کسان د پیسو په ورکولو یا هم په زور د جګړې لمړۍ کرښې ته را کش کړي.


















