(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۷)
ایراني رسنۍ وايي، چې په دغه هېواد کې يو عسکر پر خپلو ملګرو ډزې کړي، چې له کبله يې درې تنه عسکر وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې لوړرتبه چارواکو خپل ښار ته د دغه عسکر د تبديلۍ غوښتنليک ونه مانه.
دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د ايران قزوين ولايت په آبيک پوځي اډه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا، د ساسان خليلي په نامه يوه عسکر پر خپلو ملګرو د استراحت پر مهال ډزې وکړې، چې درې عسکر پکې ووژل شول او ۶ نور ټپيان شول.
چارواکو ويلي، په ټپيانو کې د دوو تنو عسکرو روغتيايي حالت نازک دی.
ويل کېږي، چې بريدکوونکي عسکر په نورو عسکرو له ډزو وروسته خپل ځان هم ويشتی او سخت ټپي شوی چې اوس د تداوۍ لاندې دی.
-الماس خدرخېل-


















