پکتیا: په دارالمعلمین کې له ۵ میلیونو ډیرې افغانۍ اختلاس شوی
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي رسنیو ته ویلي چې د دارالمعلمین ودانۍ کې بې دریغه فساد شوی دی
نوموړي وویل چې د دې ادارې د دفتري وسايلو لهپاره ۱۱ ميليونه افغانۍ ورکړل شوېوې؛ خو د پراخ فساد له امله يې ٪۵۰ هم نهدي لګېدلي.
بلخوا د دې ولایت د ولايتي شورا رييس الامير بهرامزی وايی، چې دوی ته د ولسواليو له امرينو څخه شکايتونه رسېدلي وو، خو وروسته له ډیرو شکایاتو یې د یادې موضوع څیړنه پیل کړه او پایله یې رسما له ولایتي مسؤلینو سره شریکه کړه.
نوموړي د پکتیا له مسؤلو چارواکو ناهیلي وښوودله چې د تیر په څیر به دا قضیه هم د میزونو په سر پاته شي او په فساد ککړ چارواکي به په سروسترګو خپلو چارو ته دوام ورکوي.
دیادونې وړ ده چې د پکتیا د دارالمعليمن محصلان هم د زدهکړو او د يادې ادارې له ناسم حالته شکايت کوي، وايي سره لهدې چې د خوړو په مهالوېش کې غوښه، سبزيجات او مېوه لري؛ خو دوی ته تر اوسه څه نه ورکول کېږي.
او درسونه یې هم چندان ښه ندي.
دا لمړی ځل ندی چې د پکتیا په سطحه یوه علمي اداره دې په بربنډه توګه داسې اداري فساد ته مټې بډ وهي، بلکه تر دې وړاندې د پکتیا د معارف ریاست کې هم ورته ستر فساد شوی ؤ چې د مسؤلینو لخوا یې ځینې کتابونه، قرطاسیه، اوڅوکۍ په عام بازار کې پلورل شوې وې،او ځینې یې ترکلونو پورې په ګودامونو کې پاتې او له کاره لویدلي ؤ
چې تر اوسه یې هیڅ مسؤل چارواکی په تور چا محکمې ته حاضر نشو کړای


















