لوګر: طالبانو په توغندیز برید کې د امریکایانو د تیلو ذخیرې په نښه کړې
د لوګر د والي وياند سليم صالح رسنیو ته ویلي چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د وسله والو طالبانو يو توغندى د التمور په سيمه کې د امريکايي ځواکونو په شينګ کمپ کې د تېلو پر زېرمې لګېدلى چې له امله يې په زېرمه کې اور لګېدلی دی.
نوموړي ویلي اور له کنتروله وتلی او ښایي ډیر مالي زیانونه واړوي ،د نوموړي له قوله اور تر اوسه چاته ځاني زیان ندی رسولی.
هغه زياته کړه: ‹‹د اور مړه کولو لپاره هڅې روانې دي خو د اوس لپاره يې مړه کول سخت کار دی››
طالبانو یاد برید تائید کړی او ویلي یې د ي، چې د میزایل په برید کې یې د امریکایي ځواکونو اډه په نښه کړې چې د تیلو ذخیرې سره سره یو چهار ماشینه الوتکه هم د لمبو خوراک شوې ده.
د مرکز پل علم پادخاب سيمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې په شينګ کمپ باندې څلور توغندي لګېدلي دي.
د نوموړو په وینا چې ‹‹کمپ اور اخيستى او اور ډېر قوي دى څوک يې نه شي مړ کولى.››
د کابل- ګردېز پر لار پرته د التمور دښته کې د امریکایانو د شينګ په نامه کمپ تر څنګ د افغان امنيتي ځواکونو مرکزونه هم شتون لري.
د يادونې وړ ده، چې د اور سيمې ته يواځې پوځې اډې نږدې دي او د استوګنې کورونه ترې لرې پراته دي.


















