بخت الرحمن ((شرافت))
له دې کس سره مي شناخت نشته او نه مي هم کله لیدلی دئ، خو کله چې به مي دنوموړي ببره زیږه ږیره او ګګره سینه ترسترګو شوه داسي فکر مي وکړ چې داکس به هرو مرو ددین او هیواد په مینه د ښار له خلګو مرور شوی وي، دښارونو له خلګو څخه به یې ګیله شوي وي چې نورددي وخت نه دئ چې د اشغال په صورت کې دښار له مزایانو څخه مزې واخلو، ؛؛؛بس نور مې قسم کړی ترڅو چې دهیواد د ښه او بدو واک مي دپردو په لاس کې وي، زه به نه دښار دیخچال اوبه وڅښم او نه به یې له کوم خوړنتون څخه خواړه وخورم، بس ترڅو چې مې سا بدن کې وي نور به د ببرشیر په څیر دغرونو په سرونوکي دبغاوت او سرکښۍ چیغي وهم، دکاک او ناور اوبه به څښم د ازادۍ او خپلواکۍ په لیونۍ مینه به یا دښمن له هیواده شړم او یا په وینو سور ټپي ټپي ټټر له نړۍ ځم.
خدای شته دغه دپراخ او سرور ټټړ لرونکی کس مي نه مخ کې لیدلی، نه مي ورسره کومه علاقه وه او نه چیري ورسره مخامخ شوی وم، دومره مي یو وخت له کوم ملګري اوریدلي وه چې دغه دببري ږیري څښتن ملامنان نومیږي دهرات ولایت اوسیدونکی دۍ.
رښتیا به سره وایو کله چې مې واوریدو چې نوموړی د هرات له ښار سره تعلق لري ډير حیران سوم، ځکه دهرات ښار خلګ نسبتا دنور افغانستان دخلګو په پرتله راحت طلبه او ارام طبعیته خاصیت لري، هیڅ ګمان مي نه کیدی چې دهرات ښار کوم کس دي دازادۍ او خپلواکۍ حماسې او جذبي دغرو سروته خیژولی وي.
بي اختیاره مي له سترګو څخه اوښکي تویي شوې او الله ته مي دشکر سجده وکړه، ؛؛؛یا ربه شکر زما هیواد کې دننګیالیو او توریالیو کمی نشته دغه کس ګوره دهرات دښار هرڅه مزایاوي هیري کړي دکفري یرغل په وړاندي یې غرونوته مخه کړې، دازادۍ او خپلواکۍ په پار یې ملاتړی، بیا بیا به مي له ځان سره اهسته تکرار کړه، ربه که دي نوره نړۍ کې د ازادۍ مینان پیداکړي زما خاوره کې هم د زمرو کمي نشته، که دي د کندوز زمری ملا سلام راڅخه واخیست بدل کي راته دهرات ملامنان د زمري په څير راڅرګند کړ، دښمنان به تر اخیره دکوم زمري مخه نیسي زما هره دره دزمرو مېنه ده، زما هر غر دزمرو بڼ ده.
زه هم نادره انسان خدای پیدا کړی یم عجب او غریب عادتونه لرم، کله چې څه ووینم بیا دهغه څه ډيره پلټنه کوم ترڅو ښه یې وپیژنم، بیا چې مي کله داسي یو څه ترسترګو شي، کوم چې زما دهیواد دفخر او برم شمله تر اسمانه اوچتوي داسي څه کي مي لا ډير فکربند وي بس چې چیري ناست ، ولاړ یا روان یم له ځان سره یې زمزمه کومه
نوکله چې مي دغره په سرکي دملا منان دببر شیر په څير عکس ولیدۍ، بس ټوله ورځ مي له ځانه سره بونګهاروه، ملامنان ملامنان، آي زما اتل ملامنان، آي زما غازي ملامنان، وړوکي بچی مي له لاسه نیولی چیري روان وم، بس همدغه ګردان مي شروع کړی وه، بچي مي راته ویل بابکه له تیري ورځي راهیسي له ځان سره ملامنان ملامنان وایې ((داچوک دئ تا ته دومره دیر خوند راکری دئ؟؟؟؟؟))
ورته مي وویل های بچیه کاشکي خویا زه ملامنان وای یا تا راته خدای ملامنان کړي، بیا مي اهسته له ځان سره وویل نه امکان یې نشته هر کس هم ملامنان نشي کیدلای، کندوز کې یو ملاسلام وه هغه خدای راڅخه واخیست دغه دئ بدل کې یې ملامنان راکړ، زه او زما زوي خو ملامنان پسي مرمۍ هم نسو وړلی.
خوکله کله بیا زما په څير طبعیت هم ګټه کوي، خدای شته که مي نور تحقیق نه وای کړی، له هرلمانځه وروسته او د هر تلاوت په اخیرکې به مي څومره د اوږد ژوند، جوړ صحت او سلامتیا دعاوي ورته کړې واي، یاربه زما منان خو خپل دښمن باندي غالبه کړه، لویه ربه زما دمنان دهیواد دازادۍ او مبارزې ملاتړی شه.
نن ماښام دمیوند کورکې بلنه راکړل شوې وه، له ډوډۍ خوړولو څخه وروسته دمیوند په میلمستون کې دملګرو ترمنځ د هیواد د اوسني وضعیت په اړه بحث روان وه، چا دقهرمانانو کیسې کولې نورو بیا دفدایانو دعزم ارادو، همت او جرائت خبري او داستانونه بیانول، زما صبر ونسو یو دم مي غږ کړو!!! خبریاست دغرونو زمری پیداسوی دئ،،، زما دخبرې په اوریدو سره ټول ودریدو مجلس د یوګړي لپاره خاموش سو، ټولو زما خواته ځیرځیر وکتل!!!.
میوند چې زما سره ډير صمیمي وه او ښه ازاده ګپه مو هم سره لره،، راته یې راغبر کړه د صحراشیره د غرونو زمری دي بیا له کومه کړ، ماهم خپل زوړ سمسنګ موبایل ته چې یوې بټنې یې هم سم کارنه کاوو لاس کړ، ورته مې ژر ژر دببر شیر عکس دموبایل پرسکرین راوست،،، ببر شیر دکوم غره لمن کې له څو ملګرو سره داسي ناست ده لکه نیمه امریکا چې یې فتحه کړي وې څو دانې ((بي ۵۲)) یې را غورځولي وي او د امریکا له خوا څخه ورپسي اعلان شوی وي، دغه کس که چا مړ یا ژوندی راوړ ((دیرش)) ملیونه ډالره جائزه به ترلاسه کړي.
میوند چې کله عکس ته وکتل دسترګو پر سپینو یې سره غالب سوو، اوږده سایې واخیسته وروسته یې زما له لاسه موبایل کش کړ، موبایل یې له دیواله وواهه او ماته یې بد رد ویل پیل کړو، بیا راته وایې زما حلاله او پاکه ډوډۍ دي زهر شه،، تاته هم لکه چې دغه لاسپوڅې د څو سوه امریکایې ډالرو طمعه درکړې، الله دي خوارکړه ذهن دي کوره شه، بل څوک درباندي ودریدی، افغانستان کې نور عکسونه کم وه دملامنان نیازي عکس دي راته ښکاره کړ، دهغه چا عکس دي راته ښکاره کړ چې، پښتو، پښتونولي او اسلامیت یې دواړه وشرمول.
زه حیران پاتي شوم، هک پک مي میود ته وکتل، میونده وروره ته زما سر لږڅه راخلاص کړه، داکوم ملامنان نیازی دئ، مخکي څه کاره وه اوس څه کوي، ماخویې دغه عکس ولید راته بلکل دصحرا زمری ښکاره سو، آ بله ورځ مي ننګیالي څخه پوښتنه وکړه، هغه راته وویل ملامنان دهرات دئ نوریې په اړه راته څه ونه ویل،،، بس ماته يې ډير خوند راکړ، چې وګوره دغه کس دهرات دښار ټول راحتونه، ذوق او خوندونه هیرکړي غره ته ختلي او دیرغلګر دښمن په خلاف یې سنګرنیولی،څومره به وږی او تږی وي، خوب او ارام به یي نه وي دنیمي نړۍ دښمنانوته یې دهمت اوږه او دغیرت ټټر نیولی.
میوند:…. نه سعیده وروره دغه کس باندي ته تیروتلی يې دا ملامنان نیازی دئ ، داسلامي امارت د حکومت پر وخت دکابل والي تیر شوی، کله چې په نولس سوه او نویمه لسیزه کې طالبان راپورته سوو، دغه کس به کله کله دطالبانو دکړنو او ادارې په اړه دبهرنیوخبری رسنیو او خبریالانو سوالونه هم جوابول.
ښه نو اوس څه کوي اوس هم له طالبانو سره دبهرنې یرغل په خلاف د ازادۍ دکاروان ملګری دئ، که څنګه؟ اوس خویې ما کومه مرکه یا خبري نه دي اوریدلې، بس دغه ډول عکسونه مي تر سترګوکیږي، کله غره کې له څو ملګرو سره ولاړ وي کله بیا کومه دره کې څو کسانو ورباندي را چارپیر وي، عکسونو کي خو داسي مالومیږي ته به وایې چې هلمند کې دامریکایانو دلوي نظامي مرکز ښوراب دفتحې تابیا یې نیولې.
میوند:….. های سعیده وروره ته لاڅومره ساده زړی انسان یې، ته اوس په دې نه یې خبر ملامنان نیازی خدای څومره بد بخته کړ!!! میونده وروره داڅه وایې، ته کیسه راته وکړه، داڅرنګه؟؟؟؟
سعیده وروره ملامنان نیازي خو له طالبانو څخه لار جدا کړه، دملامنان نیازي سمه دمه پښه وښویده، نه یواځي چې مخالفت یې اعلان کړ، بلکې دازادۍ دنیګیالیانو او هغو سپیڅلو فدایانو چې د ازادۍ او استقلال، دین او عقیدې په مینه سینه پوري باروت تړي، دبهرني یرغل او تیري په مقابل کي دپتنګ په څير لمبوکي سوځي ددغي سپیڅلي اوهیواد مین کاروان په مقابل کي یې په وسلواله جګړه لاس پوري کړی.
نه میونده نه یې درسره منم، دا څه وایې ټوکي مه کوه!!!!!!!
په دې کې شک نشته چې دطالبانو له منځ څخه ځینو نورو ملګرو هم دیرغلګر دښمن په مقابل له وسلوال جهاد څخه ستړیا ظاهره کړې، ولاړو ګوښه نشیني یې اختیار کړه، بي طرفه شخصي ژ ژوند یې پیل کړ، ځینو نورو له طالبانو سره دځینو اداري او تنظیمي مسائلو پرسر دکورناستي غوره وبلله، اوځینو نور بیا چې له وسلوال جنګ څخه ستړي سوو، ولسي او خیریه کارونو ته یې مخه کړه، خوتر اوسه داسي طالب چارواکی نه وه پیداشوی چې له طالبانو څخه دجلاوالي په صورت کې پرخپلو ملګرو باندي دټوپک شپیلۍ را واړوي.
دایواځي ملامنان نیازی دې چې الله دومره بد بخت کړ، سعیده وروره ملګري وایې وړاندي له دې څخه چې ملامنان نیازی له طالبانو څخه جداکیږي نوموړي کې د بدشګومۍ او بد پالۍ اثار څرګند شوي وه.
په مالي امورو کې ملګري ورباندي بې باوره شوي وه، امانتداري کې بي اعتباره شوی وه، بي ځایه به یې خلګو سره وعدې او لوزونه کول خو وفابه یې کله هم نه کوله، حتی خپل نزدې ملګري او انډیوا لان دومره ورباندي بې باوره سوي وه، چې د ډیر اشد ضرورت او اړتیا په صورت کې کوم ملګري دیو ګړي لپاره خپل موټر او موټر سایکل باور هم نه باندي کاوو.
کله چې یې له طالبانو څخه لاره جلا کړه، خوا وشایې وکتل یو ځاي ورته داسي په نظر نه ورتلی چې هلته دې ورشې، څوک دي ورباندي دیو ګړي لپاره هم باور او اعتماد وکړي، او بل ملامنان نیازي کې دځینو اولوالعزم ملګرو په څير همت او صبر هم نه لیده کیده، چې چیري یې دغښتلي او صابره زیږ پښتون په څير دهمت او صبر مظاهره کړي وی، له سره یې خپلو کړو وړو باندي کتنه کړی وی چیري یې شخصي عادي زندګي پیل کړي واي، بیرته یې دخپل پیکه سوي او زخمي سوي کردار دبیا سمولو کوښښ کړی وای.
دغه بد پالي او بد بختي وه چې دغه کس یې اخیرکې ددین او عقیدې ددښمنانو او هیواد باندي دیرغلګرو په غیږکي ورلاهو کړ، ګوره چې دبدبختۍ او بد پالۍ ګنده یې نور څومره ژورې ته کش کړي.
میونده وروره څومره ښه کار وسو چې نن ستاسو کورته راغلم داخو دي زه په ډيرڅه خبرکړم، خوبیا هم یو سوال راسره پیداکیږي؟ داچې ملامنان نیازی د ازادۍ له کاروانه لار ورکی سو، پښتني همت او اسلامي عزیمت یي تر پښو لاندي کړ، ولاړ دیرغلګرو ځواکونو اوکفري بلاک په لمن ورننوت، ایا هغویې ښه استقبال وکړ، ورته یې کومه دجنرالۍ دنده وسپارله ټانکونه او چورلکي یې په واک کې ورکړې، که یې یواځي دڅو عکسونو لپاره له ځان سره ملګری کړی؟؟؟
میوند: های زما سعید جانه، ته لا څومره دبلي دنیا سړی یې، کفار ډير چالاک دې دانسانانو په اړه یې ډیرې ژورې مطالعې کړي دي، هغه په دې نه پوهیږي چې دغه کس له خپلو دیرش کلنو ملګرو سره وفا ونکړه، له خپل دین اوعقیدې سره یې وفا ونکړ، د خپلي خاوري اوهیواد د ازادۍ او خپلواکۍ قدر یې ونه کړ، نو زمونږ به څه ملګرتیا او قدر وکړي او بل پښتانه متل کوي،(( ډبره چې پرته وي… هلته درنه وي))
داچې ملامنان نیازی پراخ ټټر ببره ږیره طالبیزه قواره لري، کله کله یې کوم غره ته بوزي هلته یې دڅو نورو تالې څټو او خدای شرمولو په منځ کي دببرشیر په څیر کښینوي اوبیا په کیمره باندي څو شاټونه ځیني واخلي، ټولنیزو رسنیو باندي یې خپاره کړي ټرڅو هغه تنکي ځوانان او د طالبانو له منځ څخه نا خبره کسان دڅو ورځو لپاره په وغولوي، ګواکي د طالبانو له صفه څخه یې ببرشیر راجلاکړی، اوس بهرني یرغلګر هم په دي پوه سوي چې ملامنان نیازي نور نه دکور او نه هم دبیابان دئ.
بس څور ورځي به دغه عکسونه ځیني واخلي وروسته چې یې جسماني ډانچه له لاسه ورکړه بیا به یې واوري چې دطالبانو یو پخوانی چارواکی کوم اروپایي هیواد ته د ننوتو په حال کي دهغه ځاي دپوله ساتو ځواکونو له لوري ونیول سو.
دڅه وخت لپاره به دبالي وډ د اداکارانو په څیر په غرونو او درو په لمنو کي څو اکټونه باندي وکړي، چې کله یې بدني ښکلا فیزیکي سټرکچر له لاسه ورکړ چیري به د نشې په حال کي مړ پروت وي.
داڅه وایې میونده وروره،، داسي مه وایې زړه مي والله که باندي کیږي یو وخت د ازادۍ د کاروان ملګری وه، راځۍ ورته دهدایت دعا وکړو، لوي رب خوډير مهربانه رب دئ، خدای به یې هدایت کړي بیرته به له دغه مرداره ډنډ څخه راجلا شي، پښیماني به څرګنده کړي، عذر به وغواړي له ملګرو سره به یوځای شي د امارت چارواکي ډير مهربانه او نرم زړي خلګ دي پښیماني به يې ومني الله پاک به بیرته دهیواد دازادۍ او استقلال په لاره کې ورڅخه کارواخلي.
میوند: سعیده وروره ستاخبره هرڅومره درسره تائده وم او ورته به دهدایت او لارښووني دعاوي هم کوو، الله دي نوموړي ته بصیرت ور نصیب کړي، خوزه ډير ناهیلی ښکارم ځکه دغه کس دمردارۍ په ډند کي ترسره ډوب شوی ددې ډنډ نجاست او خباثت یې دماغ ته ننوتلی.
هیواد باندي دیرغلګرو په مقابل کې دجها دي کاروان له منځه نور ملګري هم پاته شوي ستړیا او ستوماني یې څرګنده کړې ، څوک کورونو باندي ارام کیناستلي، ځیني دمصؤن او ارام ژوند په هیله له یوه ځایه بل ځای ته کوچیدلي، ځیني نورو بهرنیواسلامي هیوادونو کې ژوند اختیار کړی، خو یوه یي هم تراوسه دومره سپین سترګي او بی شرمي ته ملا نه ده تړلی لکه ملامنان نیازي، ملامنان نیازی خو اوس اخته دئ، له یرغلګرو سره دخپل هیواد په یرغل کي مرسته کوي، دا دومره ذلیل، پست او لویدلی کاردئ، چې دیرغلګرو هیوادونو مشران خپله وایې مونږ نورو هیوادونو باندي د یرغل پر وخت ترټولو ذلیل، بي همته او بي غیرته کسان هغه څوک لیدلي چا چې دخپل هیواد په یرغل کې زمونږ سره مرسته کړي، یرغلګر وایې داسي کسان مونږ مخامخ ستایو اوږو باندي یې ټکوو، خو کله چې کار ځیني واخلو بیا ورباندي ناړي توکوو.
په هرحال میونده وروره مونږبه ورته دعا کوو، چې ای قادره خدایه ملامنان نیازي ته هدایت وکړه، چي بیرته له خپلو ملګرو سره دعذر او پيښانۍ په صورت کي یوځای شي، که به دي نور ورباندي دانه وي پیرزو چې له دغه پاک او مقدس صف سره ملګری شي، یا الله کم ترکمه له دغه مرداره ډنده یې زړه تور کړه او پر کورباندي دکیناستلو همت ور نصیب کړه.
ا


















