امریکا: په ۶ میاشتو کې مو سلګونه هوایي بمونه په طالبانو غورځولي

تیره ورځ د امريکا پوځي مشرانو د طالبانو پرضد د تره سره سوو بريدونو شمېرې خپرې کړې.
شمیرې څرګندوي چې په افغانستان کي د امريکايي پوځ د بريدونو پراخوالی لوړې درجې ته رسیدلی.

د یادو شمېرو تر مخه امریکایانو د روان ۲۰۱۷م کال په لومړیو ۶ مياشتو کې د تېر کال څخه زیات هوایي بریدونه کړي.

امريکايي پوځ په دې شمیرو کې الوتنې نه بلکه فیر کړل شوي راکټونه شمېرلي دي.
د شمېرو له مخي د امريکايي پوځ پیلوټانو د جون مياشتي تر ۳۰مي پوري ۱۶۳۴ راکټونه فاير کړي دي. حال دا چې په ټول ۲۰۱۶ کال کي د فاير سوو راکټونو شمېر ۱۳۳۷ ؤ.

دیادونې وړ ده چې امریکایانو په ۲۰۱۲ کال کې هم په همدې کچه هوایي بریدونه ترسره کړي ؤ، هغه وخت په افغانستان کي ۸۰ زره امریکایي عسکر په افغانستان کي موجود ؤ.

دا په داسي حال کي چي د بريدونو د قربانيانو شمېر هم لوړې کچې ته رسیدلی د روان مېلادي کال په ۶ مياشتو کي د تير کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله د ملکي قربانيانو په شمير کي ۴۳ سلنه زياتوالی راغلی دی. د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ لخوا د قربيانيانو سلنه ۳۷ او د افغانستان د هوايي ځواک د بمباريو د ملکي قربانيانو سلنه ۴۸ ښوودل شوې ده.
دا شمیرې داسې وخت خپریږي چې همدا تیره اونۍ د هیواد په مختلفو ولایاتو کې څو ملکي هدفونه په نښه شول چې قربانیان یې یواځې بې دفاع افغانان ښځې او ماشومان ؤ، او هیڅ مخالف هم شتون نه درلود

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button