د صهیونیستي ښکیلاکګرو لخوا د اقصی مسجد د سپکاوي په اړه د فلسطیني مجاهدینو ګواښ

د الجزیرة نه په مننې
ژباړه: عزیر اسدخیل
د فلسطیني مجاهدینو نظامي کمیسيون، صهیونیستي ښکیلاکګر رژیم ته ګوت څنډنه کړې ده چې د اقصی مسجد د سپکاوي لړۍ دې بنده کړي، او زیاته کړې یې ده چې دا ډول حرکات به په ډیر نږدې کې خطرناکې پایلې ولري چې په ټوله سیمه کې به وضعیت ته بدلون ورکړي.
نن د غزې په تړانګه کې د فلسطیني مجاهدینو نظامي کمیسیون ویاند په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې:
اسرائیلي ښکیلاکګر د اقصی مسجد سپکاوي ته په داسې مهال کې اقدام کوي چې عربي او اسلامي هیوادونه په خپلمنځي بیهوده جګړو کې اخته دي چې دا جګړې د اسلامي امت د دښمنانو سره له مرستې پرته بله هیڅ ګټه نلري.
ویاند زیاته کړه چې که چیرته اسرائیلي غلیم دغه حالت ته دوام ورکړي نو د مجاهدینو نظامي کمیسیون به بې تفاوته پاتې نشي، هغه ټینګار وکړ چې د دوی مجاهدین د تیارسۍ په حالت کې ګوته په ماشه ولاړ دي.
یاد ویاند په القدس او أقصی کې نورو مجاهدینو ته هم پیغام استولی چې پکې یې ویلي دي چې باید د جګړې لپاره ځانونه ورورسوي، او اسرائیلو ته یې اعلان کړی چې د اقصی مسجد سپکاوی به ورته په داسې درنه بیه تمام شي چې د بار پورته کولو توان به یې ونلري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button