(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۸)
د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې اوولس عسکر وژل شوي او يو شمیر نور ټپيان دي.
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغې ولسوالۍ په درې امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې له امله يې يو شمير عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله.
سرچينې په دغه جګړه کې د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات ورنکړل، خو وايي چې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
بل پلو وسله والو طالبانو د يادو بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په ټوله څلور ساعته جګړه کې يې له دولتي ځواکونو د “خاري پله” مهمه پوسته نيولې او پکې ۱۲ عسکر وژل شوي او نور له سيمې څخه تښتېدلي دي.
دغه راز طالبان وايي، چې د “چغوکو” او “تخته پل” په پوستو يې هم بريدونه کړي چې ۵ عسکر پکې وژل شوي او ځينې نور يې ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ټوله جګړه کې درې طالبان ټپيان او يو تن بل وژل شوی دی.
ولايتي چارواکو د دغه تازه بريدونو او ورته د اوښتو تلفاتو په اړه تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي، چې ډيری وخت په جګړو کې دولتي ځواکونو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوړي، چې چارواکي يې په اړه له څرګندونو ډډه کوي.
-الماس خدرخېل-


















