یمن: دسعودي په مشرۍ بمباریو شاوخوا ۲۰ تنه ملکیان وژلي

یمن: دسعودي په مشرۍ بمباریو شاوخوا ۲۰ تنه ملکیان وژلي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې تیره ورځ د سعودي په مشرۍ هوایي ځواکونو په یو برید کې چې د «تایز» ولایت په «موزا» سیمه کې شوی ګڼ ولسي خلک وژل شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې په یاد هوايي بمبارۍ کې د ماشومانو په شمول لږ تر لږه شل ملکیان وژل شوي دي.

معلومه نده چې یاد برید د کوم هیواد الوتکو کړی خو په یمن کې د ټولو عملیاتو مشري سعودي عربستان په غاړه لري
د راپورونو په اساس د دې بمبارۍ ډیر قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

شمیرې ښیي چې د پوځي ائتلاف او حوثي شیعه یاغیانو تر منځ په دوه کلنه جګړه کې شاوخوا لس زره کسان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د حوثیانو سره د وسلو او کوردیناتو مرسته د ایران دولت کوي.
به یمن کې د وروستیو جګړو له کبله روغتیایي مراکز نړیدلي،ښوونیزې ادارې بندې او مرستندویه بنسټونه د بسپنو چاره مخته نشي وړلی
له همدې کبله په دې هیواد کې سختې ناروغۍ په خپریدو دي چې تازه شمیرې څرګندوي چې د ‹‹وبا›› ناروغۍ په یمن کې تر اوسه پورې له ۷۰۰۰۰ څخه ډیر کسان وژلي او زرګونه لا هم د مرګ او ژوند ترمنځ شپې سبا کوي.
ملګرو ملتونو اندیښنه ښوودلې چې پدې هیواد کې د سختو جګړو او وبا له کبله ښایي میلونونه انسانان تلف شي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button