(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۹)
د بغلان ولايت په پلخمري ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې شوي، چې طالبانو پکې د پرمختګ او یو پوځي مرکز د نيولو دعوه کړې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوی ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط د “حسين خيلو” سيمه کې د دولتي ځواکونو پر يو مرکز بريدونه کړي او دغه مرکز يې نيولی دی.
طالبان وايي، په نوموړي مرکز کې يې ۱۲ تنه عسکر وژلي، چې جسدونه يې لا هم د جګړې په ډګر پراته دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده جګړه کې د دوی وسله والو له دولتي ځواکونو د سپکو او درنو وسلو سربيره يوه ريجر موټر او په زياته اندازه پوځي توکي هم نيولي دي.
دغه راز طالبانو ويلي، چې په ډنډې شهاب الدين سيمه کې يې په کومکي قوه بريدونه کړي او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې دغه بريدونه تائيد کړي، خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې رسنيو ته څه نه دي ويلي.
تر اوسه ولايتي چارواکو د تازه نښتو په اړه څرګندونې نه دي کړي.
دا بريدونه په داسې حال کې کېږي، چې وړمه ورځ هم د دغه ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ ډیری امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې او د يادې ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قوماندانۍ يې کلابنده کړه، چې اوس هم دغه ولسوالۍ د سقوط تر ګواښ لاندې ده.
-الماس خدرخېل-


















