هلمند: ګرشک کې دوه سرتيري بريدونه شوي- جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۹)

د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په دوو امنيتي کربندونو سرتيري بريدونه شوي، چې عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د وسله والو طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی پلويانو د يادې ولسوالۍ د ادم خان د باري په سیمه کې د دولتي ځواکونو په پوستو او مرکزونو ګڼ وسله وال بريدونه کړي، چې اوس هم دوام لري.

طالبان وايي، د دغو بريدونو سره هممهاله يې د دولتي ځواکونو په لومړي خط سرتیری بريد کړی او د سربند مهمه پوځي قرارګاه يې نيولې ده.

دغه راز طالبانو ويلي، چې دوهم سرتیری برید د شوراب اډې نه د دولتي ځواکونو په راوتونکې کومکي پوځي قطار ترسره کړی، چې ډیری عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي رسنيو ته د طالبانو بريدونه تائيدوي او وايي، چې طالبانو لومړی د هاموي ټانګ په واسطه سرتیری برید وکړ او وروسته يې د درنو او سپکو وسلو بريدونه پيل کړل، چې لا هم دوام لري.

نوموړی وايي، چې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د شديد جنګ له امله د اوښتې مرګ ژوبلې کره مالومات نه لري.

په دې اړه به نور جزيات له کابل ټکی کام څخه وروسته پر ليکه شي…

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button