هلمند: پوځي قوماندانان په طالبانو دهوایي بمباریو غوښتنه کوي
په هلمند کې میشت عسکر او قوماندانان د وروستي ځل لپاره له امریکایي ځواکونو غواړي ترڅو په طالبانو خونړۍ بمبارۍ وکړي
آریانانیوز د پوځیانو له قوله ویلي دي چې که هوایي مرستې ژر تر ژره ور ونه رسیږي او الوتکې د طالبانو لمړی خط مات نکړي نو زر ده چې د ناوې نیول شوې ولسوالۍ یې له ګوتو ووځي.
آریانا نیوز وایي چې افغان ځواکونه د وسلوالو طالبانو د ماتولو لپاره په کافی توګه تجهیزات لري؛ خو د جګړی مدیریت ښه ندی، او قومانده یې ضعیفه ده.
د راپورونو تر مخه د ناوې ولسوالۍ په میشتو عسکرو وروسته تر هغه فشار ډیر شو چې طالبانو د ګرشک به ولسوالۍ ډلییز برید وکړ
د یادونې وړ ده چې په ناوه ولسوالۍ کې افغان او امریکایي عسکر له څلور خواوو محاصره دي ،چې د وتلو لپاره هیڅ لاره نلري.
د ناوې ولسوالی نهه میاشتی د وسلوالو طالبانو په ولکه کې وه، چی اوس پکې درنه جګړه روانه ده طالبانو ویلي چې د ولسوالۍ له بازاره یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي پخاطر شاتګ کړی دی خو نورې سیمې یې کاملا په ولکه کې دي.


















