(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۹)
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ د مېملې په سيمه کې رامنځته شوې، چې په پايله کې يې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
بل پلو وسله والو طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د مېملې په راغه سيمه کې يې د سيمه ييزو پوليسو په رينجر موټر انفجار کړی، چې له امله يې رينجر ويجاړ او پکې سپاره ۴ تنه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
-الماس خدرخېل-


















