(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۹)
د نولس کلنو نړيوال جام د سياليو د غوراوي په پړاو کې افغانستان نولس کلنې لوبډلې نيپال ته هم ماتې ورکړه.
د افغان لوبډلې دا درېيمه پرلپسې بريا ده، له دې مخکې يې ماليزيا او سينګاپور هم مات کړي و.
د ننۍ لوبې پچه نيپال وګټله خو افغان لوبغاړو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ۴۹،۴ اورونو ۱۹۰ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل، چې تر ټولو ډېرې منډې پکې ابراهيم ځدران وکړې او ټولې يې ۴۳ منډې جوړې کړې.
د نيپال لوبډلې د افغان لوبغاړو ټاکلی هدف پوره نه کړ، ټول لوبغاړي په ۲۶اور کې وسوځېدل، ټولې يې ۴۹ منډې وکړې او لوبه د افغانستان نولس کلنو لوبډلې د ۴۱ منډو په توپير له نيپاله وګټله.
د افغان نولس کلنو لوبډلمشر نوين الحق د نيپال پر وړاندې په توپ اچونه کې هیټریک وکړ او پرلپسې یې درې ویکټې واخیستې.
دغه لوبې په سينګار پورې کې روانې دي، چې د ماليزيا، افغانستان، نيپال او سينګاپور لوبډلې پکې برخه لري.
د دغو سياليو د جام ګټونکې لوبډله به د ۲۰۱۸ کال د اسيا لويې وچې د نولس کلنو د کرکټ په نړيوال جام کې لوبېږي.
-الماس خدرخېل-


















