د استاد سیاف په کور، او شاوخوا توغندي لګیدلي دي

د استاد سیاف په کور، او شاوخوا توغندي لګیدلي دي

راپورونه وایي چې نن ماسپیښین د حراست او ثبات شورا د مشر استاد سیاف په کور ۵ توغندي لګیدلي دي

سرچینې وایي، چې توغندي د کابل له ارغندې سیمې څخه توغول شوي دي.
تر اوسه د توغندیو له کبله د اوښتو زیانونو په هکله خبر نده ورکړل شوی ،خو ویل کیږي چې دوه توغندي یې د انګړ په منځ، او نور یې د کور شاوخوا لګیدلي دي.
د پیښې پړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په غاړه نده اخیستې.

د یادونې وړ ده چې د سیاف په کور کې روزانه د بهرنیو هیوادونو سفیران او د حکومت لوړ پوړي چارواکي میلمانه وي، سیاف په هیواد کې د نړیوالو ځواکونو له سرسختو ملاتړو شمیرل کیږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button