اسد خیل
د مور او پلار ډېر حقوق دي، تر دې چې که یو پلار خپل زوی مړ کړي، نو په دین کې به د هغه څخه قصاص نه اخیستل کیږي ځکه چې پلار د زوی د ژوند ذریعه جوړ شوی ده، نو زوی به د هغه د مرګ سبب نه جوړیږي.
فقهاؤ لیکلي دي چې که چیرې پلار پر لاره را روان وي، او زوی یې په مجلس کې ناست وي او څوک ور څخه پوښتنه وکړي چي دا څوک دی؟ که زوی وویل چي دا زما رشته دار دی، او د پلار د نوم اخستلو وشرمیږي نو زوی عاق کیږي.
علماؤ د پلار په زوی باندي لس حقوق لیکلي دي:
(۱): که چیرې محتاج وي نو خوراک به ورکوي.
(۲): که خدمت ته یې ضرورت وي نو خدمت به یې کوي.
(۳): د اواز کولو په وخت کي به په نرمي سره جواب ورکوي.
(۴): په جایزو کارونو کي به یې خبري مني.
(۵): د سختۍ په ځای به ور سره نرمي کوي.
(۶): که جامې یې نه وي، نو جامې ورته اغوستل.
(۷): په لار کي د هغه څخه وروسته، وروسته تلل.
(۸): د خپلي خوښي شی هغه ته خوښول.
(۹): چي کوم شی دې خپل ځان لپاره نه خوښول پلار ته یې هم مه خوښوه
(۱۰): هغه په خپلو دعاګانو کي یاد ساتل په کار دي.

















