د طالب مشر ځوی په هلمند کې سرتیری موټربم برید کړی

د طالب مشر ځوی په هلمند کې سرتیری موټربم برید کړی

سرچینې وايي چې طالبانو د مشر شیخ الحدیث هبةالله اخوندزاده ځوی د هلمند په ګرشک کې په ګډو ځواکونو مرګونی موټر بم برید کړی دی.

د طالب مشر ځوی عبدالرحمن نومیده او شاوخوا ۲۲ کلن وو،.
ویل کیږي چې نوموړی د شیخ هبة الله د ټاکل کېدو تر مخه د طالبانو په «استشهادي کنډک» کې شامل شوی وو او له هغه راهیسي خپل نوبت ته په انتظار وو.

طالبانو ته نږدې سرچینو د نوموړي سرتیری برید تایید کړی او ویلي یې چې څه وخت وروسته به یې رسما ویدیو هم خپره کړي
د یادونې وړ ده چې پرون سهار طالبانو په ګرشک ولسوالۍ له څو خواوو څخه بریدونه پیل کړل چې لومړی پیل یې د نظامي موټرو «هاموي» په واسطه پيل کړ چې غبرګو چاودنو د جګړې لمړی خط مات کړ او ګډ ځواکونه شاتګ ته اړ شول.

ویل کیږي چې د شیخ هبة الله اخوندزاده زوی د قرآن کریم حافظ هم ؤ او د طالبانو په سرتیري ګروپ کې په حافظ خالد مشهور وو.

د شنونکو په آند د طالبانو د مشر د ځوی قرباني هغو چارواکو ته شه پیغام دی چې په جګړه ټینګار کوي،او خپل ځامن یې په نورو هیوادونو کې تجارت او زدکړې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button