تاریخه؛ همدا موقع ده.

تاریخه؛ همدا موقع ده.
جواد څارګر

دمعاصرې نړۍ وګړي به یې څنګه ومني چې یو ګوند دې، له کشره تر مشره په تاوده سنګر کې ناست وي، ځانونه دې لولپه کوي او دتاریخ پاڼو ته دې د مېړانې نوي رنګونه او بابونه ور اضافه کوي؟!
په معاصره نړۍ کې دکوم مشر دنوم اخیستلو سره سم، په اتوماتیکه توګه د انسان ذهن ته مجلل قصرونه، پُر راحته او له مشکلاتو لېرې او خوندي ژوند، او ددنیاوي آرایش پر اړه رنګ ـ رنګ خیالونه ورځي، مګر طالب مشران برعکس روان دي؛ نه یې دخدای پر دې پراخه او وېړه نړۍ کې کوم قصر شته، نه مرسډېز او کروزین موټر، نه دنیاوي کش ـ پش، او دتعجب نکته یې داده چې پر خپله هم لګیا دي دلمبو غېږو ته ځانونه او اولادونه سپاري.

لومړي زعیم یې په یوه تنګه او توره تیاره کوټه کې، خپل روح دکائناتو خالق ته وسپاره په داسې حال کې چې د ملت له شتمنۍ، دده پر تداوي او تشخیص نه کوم زرګون مصرف شوی، نه لسګون.
دوهم زعیم یې دتمامو مواجې خطراتو او ګواښونو سره سره، نه یوه دقیقه کښېنوست، نه یې د آرام او پُر راحته ژوند هیله څرګنده کړه، نه یې دچا زر او زور ته سر ټیټ کړ او په یوه کرایه موټر کې بې باډیګارډه او بې انظباطه، د ابدي ژوندون پر لور په داسې حالت کې ولاړ چې له بدنه یې لوګي او لمبې پورته کېدلې، لکه پتنګ یې ځان له دین او خپل مرام قربان کړ.

د اوسني زعیم قرباني یې تر ټولو، او ټولو ته حیرانونکې ده، ډېری سنسور او براین واش اذهان به یې نه مني، ممکن دده پر جهالت! او حماقت! یې هم تعبیر کړي، ځکه چې دوی ژوند یوه لوبه ګڼي، داسې لوبه چې خپل هدف ته درسیدو لپاره له هر ارزښت تېر شه، دهر خیانت او جرم مرتکب شه، خو ځان او اولادونه وساته او هدف تر لاسه کړه.
اصلاً دوی ته په ژوند کې ارزښتونه او مُرام مانا نه لري، کوم سپېڅلی هدف هم نه لري، او نه کومه مقدسه داعیه پر مخ وړي، ټول تمرکز یې پر همدې وي چې څنګه کولای شي رنګین او ګلورین ژوند ولري او اولادونه یې په خارجي او داخلي پنځه ستوریزو هوټلونو، او لوړ پوړیزو ودانیو کې، دملت پر شتمنۍ نخرې او عیاشي وکړي.
بناءً
تاریخه متوجې شه؛ دیووېشتمې پېړۍ دهغو مېړنیو مشرانو، او سرښندونکیو شاه ځلمیانو په کارنامو دې ساده پاڼې رنګېنې کړه او په ډېر فخر او ناز یې ولیکه چې، یوویشتمې پېړۍ داسې یوه ډله اتلان هم درلودل چې دیوه سپېڅلي هدف او مرام دترلاسه کولو لپاره، له کشره تر مشره دطاغوت لمبو ته سینه سپر ولاړ ول.
تاریخه؛ له څو پېړیو دې پاڼې په اکو ـ بکو ـ سرسیندکو ډکې دي، او دمحکوم مسلمان امت دتش پر نوم زعماؤ حال د لیکلو نه دی، همدا موقع ده، دطالبي غورځنګ قهرمانان پل پر پل وڅاره، تعقیب یې کړه او له ډېرې مودې وروسته پر خپله غېږه کې د اتلوالۍ یو نوی باب پرانېزه او خوندي یې کړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button