فلسطين له اسرائيلو سره خپلې اړيکې پرې کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۳۱)
د وروستي تاوتريخوالي او جنجالونو د راپيدا کېدو له کبله فلسطين له اسرائيلو سره د رسمي اړيکو د پريکون اعلان کړی.
د فلسطين ولسمشر محمود عباس ويلي، چې تر هغې به له اسرائيلو سره د اړيکو پريکون ته دوام ورکوي، ترڅو چې اسرائيلي نيواکګرو د اقصی مسجد نه نوي ځواکونه ويستلي نه وي.
اسرائيلي دولت تېره اوونۍ په بیت المقدس کې د راپيدا شوې شخړې نه وروسته د مسجد اقصی په دروازو کې الکترونيکي کشفي الات نصب او نوي ځواکونه ځای په ځای کړل، چې د فلسطيني مسلمانانو غوسه يې راوپاروله او د دغو الاتو او ځواکونو د لرې کولو غوښتنه يې وکړه.
محمود عباس په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې اسرائيلي حکومت له دغه ډول فعاليتونو خپلې سياسي موخې لري او امنيتي تدابير تشه پلمه ده.
نوموړي ويلي: (زه د فلسطين د ولسمشر په صفت له اسرائيلو سره ټولې رسمي اړيکې پريکوم او تر هغې به دوام لري، ترڅو چې اسرائيلي ځواکونو په بیت المقدس کې تاوتريخوالی پای ته رسولی نه وي او دغه راز د اقصی مسجد نه يې برېښنايي کشفي الات لرې کړي نه وي او په خبره يې چې امنيتي دروازې لګول تشه پلمه ده، اسرائيل له داسې اقداماتو سياسي استفاده کوي).
بل پلو روغتيايي مسئولينو ويلي، چې د وروستيو شخړو په پايله کې شپږ تنه وژل شوي چې درې يې اسرائيلي عسکر او درې تنه نور فلسطينيان دي.
د راپورونو له مخې اسرائيلي عسکر وروسته له هغې په ختيځه تړانګه کې د يو فلسطيني ځوان له لوري په چاقو ووهل شول، چې تېره ورځ په بيت المقدس کې د لاريونونو پر مهال یهودي عسکرو درې تنه فلسطينيان ووژل.
له تېرو څو ورځو راهيسې د اسرائيلو او فلسطينيانو تر منځ تاوتريخوالی زيات شوی، چې ځينې وګړي پکې ټپيان شوي هم دي.
له پرون راهيسې اسرائيلي ځواکونو په هغو فلسطينيانو بنديز ولګاوه چې عمرونه يې تر پنځوس کلونو کم وي.
د دواړو غاړو تر منځ تاوتريخوالی وروسته له هغه پيل شو چې اسرائيلو په اقصی مسجد کې د څه وخت لپاره پر لمونځ کوونکو پابندي ولګوله او له پرانيستو وروسته يې د دغه مسجد پر دروازو امنيتي الات نصب او ځواکونه ودرول.
-الماس خدرخېل-



