مجاهد: د بګرام هوایي ډګر ته نږدې امریکایي الوتکه رانسکوره شوه

مجاهد: د بګرام هوایي ډګر ته نږدې امریکایي الوتکه رانسکوره شوه
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد څو شیبې مخکې رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې وویل چې نن له ماسپښين وروسته شاوخوا دوه بجې يې د بګرام هوايي ډګر ته نیږدې د امریکایانو یوه لویه ترانسپورټي الوتکه په نښه کړې چې په هوايي ډګر کې دننه را غورځېدلې ده.
نوموړي ویلي چې په الوتکه کې سپاره عسکر ټول وژل شوي دي.
سیمیزې سرچینې وایي چې چې الوتکه دطالبانو له خوا هغه مهال په نښه شوه کله چې يې په هوايي ډګر کې د ناستې هڅه کوله او ځمکې ته یې په ټیټه مسافه کې پرواز کاوه.
د یادې پیښې په هکله تر اوسه امریکایانو او دولتي چارواکو څه ندي ویلي.



