د امریکایانو په مشرۍ، کابل او اسلام اباد د ډیورند په اوږدو کې ګډ عملیات پیل کړي
د امریکایانو په مشرۍ، کابل او اسلام اباد د ډیورند په اوږدو کې ګډ عملیات کوي
شاوخوا یوه اونۍ کیږي چې د امریکا په مشرۍ پاکستاني پوځ او افغان سپیشل پورس ځواکونو د پولې په اوږدو کې پراخ تصفیوي دوستانه عملیات پیل کړي دي.
سیمیزې سرچینې وایي چې تر جګړې لاندې سيمې له خلكو تشې شوې دي او له دوو ورځو راهيسې د ډيورنډ له هغه لوري لعلپوره ولسوالي تر درنو ډزو لاندې ده
امريكايي —افغان سپېشل فورس ځواكونه له دې لوري او د پاكستان پوځي ځواكونه له هغه لوري پر عملياتو بوخت دي
په نازيانو، مومندره او اچين ولسواليو كې پاكستاني ځواكونه د ډيورنډ له حدودو دې لوري ته را اوښتي او سنګرونه يې نيولي دي
ویسا ورځپاڼې د ځینو سرچینو له قوله ویلي دي چې د پاكستان پوځ په خيبر اېجنسۍ او كرمه اېجنسۍ كې د دغو عملياتو اعلان څو ورځې وړاندې كړى دى.
همداراز د ننګرهار په ډيورنډ ته څېرمه پرتو ولسواليو كې له دې لوري د امريكا او افغان سپېشل فورس ځواكونه او له هغه لوري د پاكستان د پوځ ګروپونه هم پر عملياتو بوخت دي.
دیادونې وړ ده چې د دې عملياتو پرېكړه امریکایي سناتور جان مك كېن چې کابل او اسلام آباد ته یي سفر درلود کړې وه.
د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د غړيو په شمول یو شمیر شنونكي وایي چې دا عملیات د ډيورنډ په اوږدو كې د پراته ولس د ځپلو پخاطر جګړه ده او له زیان پرته هیڅ ګټه نلري.
دا راپورونه داسې مهال خپریږي چې څو ورځې وړاندې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته ویلي ؤ چې پاکستان له یاد توافق څخه په شا شوی دی.
په يادو سيمو كې د جګړو له امله خلك له سيمو وتلي او تر ډېره كلي تش شوي دي.
د چارو څیړونکي وایي چې د امریکا په مشرۍ افغانستان او اسلام آباد د پردې تر شا یو دریځ لري او په ډیرو چارو کې د افغان حکومت مشرانو د پاکستاني لوري په ګټه پریکړې کړې ده.



