امریکایي سناتوران: واشنګټن د افغانستان په اړه څرګنده تګلاره نلري

ټاکل شوې وه د افغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ اداره خپله نوې ستراتېژي د روانې میلادي میاشتې په نیمایي کې اعلان کړي، خو اوس امریکایي چارواکي وایي چې د نوې ستراتېژۍ اعلان د څو نورو اونیو لپاره ځنډېدلی دی.
د امریکا د سنا مجلس لوړ پوړی استازی جان مکین وایي، چې امریکا په افغانستان کې د بریا لپاره اصلاً هېڅ ستراتېژي نه لري، ځکه ټاکل شوې وه چې هغه مشرانو جرګې ته واستوي، خو تراوسه دا کار نه دی شوی.
بلخوا د امریکا د دفاع وزارت ویاند ډانا وایټ ویلي، د اوس لپاره د نوې ستراتېژۍ اعلان ځنډېدلی، خو تمه ده چې په راتلونکو څو اونیو کې دغه ستراتېژي اعلان شي.
باید وویل شي چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر په پنټاګون کې له لوړ پوړو پوځي چارواکو سره د بندو دروازو تر شا خبرې وکړې. له غونډې وړاندې ولسمشر ټرمپ د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان ته به اضافي سرتېري استوي روښانه ځواب ورنکړ فقط ویې ویل چې ‹‹په دې اړه به ګوري.››
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي چې د امریکا جګپوړي چارواکي د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه هم ویشل شوي دي، چې د طالبانو سره مذاکرات په کوم پړاو کې پیل کړي، د ملي امنیت مشاور مک مسټر ټینګار کوي چې لومړی باید طالبان په نظامي کچه وځپل شي او بیا مذاکرات ورسره وشي خو نور چارواکي بیا وايي چې نوې ستراتیژي د څلور کلونو لپاره جوړیږي تر څو طالبان شاته وتمبول شي خو ددې لپاره چې پایله یې څرګنده شي باید څلور کلونه انتظار وشي او بیا اقدام وشي چې ډېره اوږده موده ده.
د نوې ستراتیژی په اساس ډیری امریکایي مشران غواړي چې د افغانستان جګړه چې خورا زیاته لوړه بیه یی امریکا پرې کړې وه د پای ټکی کیښودل شي.
خو اختلاف پدې کې ده چې څه ډول باید داجګړه ختمه کړي.
دا پداسې حال کې ده چې د افغانستان ګډ حکومت په وار وار له امریکایانو د نظامي حضور د تمدید، او د اضافي عسکرو د استولو غوښتنه کوي



