د غور تيوره ولسوالۍ طالبانو ونيوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱)

د غور ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په تيوره ولسوالۍ سلګونه وسله والو بريد کړی او نيولې يې ده.

د غور والي محمد ناصر خاضع د تيوره ولسوالۍ د مرکز سقوط تائيدوي او وايي، چې د امنيتي وضعيت د کنترولولو لپاره يې غونډه رابللې او ډير ژر به په دې اړه تصميم ونيسي.

باوري سرچينې وايي، چې د ولسوالۍ د ودانۍ په نيولو سربيره ځينې امنيتي پوستې هم د طالبانو لاس ته لوېدلي او اوس مهال پر نورو امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه روان دي.

راپورونه وايي، له يادو پوستو او ولسوالۍ څخه تښتېدلي له سلو زيات دولتي عسکر طالبانو کلابند کړي دي.

ځينو سرچينو ويلي، چې په دغه جګړه کې لسګونه سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ويل کېږي په دغه محاصره عسکرو کې په پارلمان کې د غور د خلکو استازی محمد ابراهيم ملکزاده هم دی چې يادې ولسوالۍ ته د جګړې لپاره ورغلی و.

طالبانو کابل ټکی کام ته په راستولې خبرپانه کې د دغو بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې په يادو نښتو کې ۲۸ عسکر وژل شوي او اتلس تنه نور ټپيان دي.

طالبان وايي، تر دې دمه يې له دولتي عسکرو درې پوستې او په زياته اندازه وسلې او پوځي توکي نيولي، جګړه لا هم راوانه ده.

چارواکي وايي، په دغو نښتو کې يې طالبانو ته هم ځاني تلفات اړولي خو طالبانو يواځې د يو طالب وژل کېدل او د درې نورو ټپي کېدل منلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې چارواکو څو شېبې وړاندې د فاریاب ولايت د کوهستان ولسوالۍ د سقوط راپورونه هم ورکړل.

د يادونې ده، چې په نېږدې څو ورځو کې وسله والو طالبانو له دولتي ځواکونو څلور ولسوالۍ ونيولې او په يو شمير ولايتونو کې يې جبهه يي جنګونه پيل کړي، چې د زياتو پوستو د سقوط او طالبان د يو شمير سيمو د نيولو راپورونه ورکوي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button