م م: په دریو میاشتو کې لسګونه زره مهاجرین افغانستان ته رسیدلي

م م: په دریو میاشتو کې لسګونه زره مهاجرین افغانستان ته رسیدلي

د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د راپور سره سم ویل شوي چې د روان میلادي کال له اپرېل میاشتې بیا تر اوسه پورې ۳۲۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان هیواد څخه افغانستان ته تللي دي.
یاد راپور داسې مهال خپریږي چې همدا اوس په پاکستان کې د افغان کډوالو د ثبت او راجستر لړۍ پیل شوې ده او هغو کډوالو ته کارتونه ورکول کېږي چې په غیر قانوني توګه په پاکستان کې ژوند کوي.

کمېشنري وايي، چې دوی د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره اړین تیاری نیولی دي.
د دوی په وینا چې هر ستنېدونکي افغان ته د نورو خوراکي توکو تر څنګ ۲۰۰ امریکايي ډالره هم ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره دې له ناوړه چلند لاس واخلي، او نړیوالو اصولو ته په درناوي سره دې له شه سلوک څخه کار واخلي.
بلخوا افغان مهاجر لا هم شکایت کوي چې دوی ته پر وخت اړین توکي نه رسیږي،او له یادې ادارې د بسپنو د زیاتوالي او لا شفافیت غوښتنه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button