که  حکومت تيوره ولسوالي و نه نیسي؛ ۵ نورې ولسوالۍ به هم سقوط وکړي

د غور ولایت د ولایتي شورا غړي وايي که دولتي سرتېري د تیورې ولسوالي بېرته و نه نیسي د دې ولایت پنځه نورې ولسوالۍ به هم سقوط وکړي.

د غور د ولایتي شورا غړي محمد مهدوي رسنیو ته ويلي، د غور ولایت په ټولو ولسوالیو کې د طالبانو نفوذ زیات شوی چې له امله یې دولت او د دې ولایت خلک وارخطا شوي.

محمد مهدوي رسنیو ته ويلي تیوره ولسوالي نن سهار طالبانو ونیوله. نوموړی زیاتوي د طالبانو په بریدونو کې تر ۷۰ زیات دولتي سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.


• د غور تیوره ولسوالي طالبانو ونیوله

• د فارياب کوهستان ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ

No automatic alt text available.

مهدوي ټینګار کوي که دولت د تیورې ولسوالۍ په نیولو کې ناکام شو، د دې ولایت پنځه نورې ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي. په غور ولایت کې د تیورې ولسوالۍ له سقوط وروسته د پسابند او شهرک په نوم دوې نورې ولسوالۍ هم د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دي.

د غور د پولیسو قومندان اقبال نظامي هم وايي که د طالبانو پرمختګ همداسې دوام وکړي د ولایت ډېري ولسوالۍ به ونیسي.

د غور ولایت چارواکي وايي په تیوره ولسوالۍ کې د دولتي سرتېرو شمېر کم وو خو له هرات ولایت نه د راغلیو کمانډو ځواکونو له مرستې سره سره، بیا هم ولسوالۍ سقوط وکړ.

په غور کې طالبان د ولسي وګړو له پراخ ملاتړ سره مخ شوي او تر څنګ یې درېږي. د طالبانو ویاند ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې تیره ورځ د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ ۲۰۰۰ کورنیو له دوی څخه هر اړخیز حمایت اعلان کړی دی.

مجاهد وایي، یادو کسانو  دوی ته د ۱۰۰۰ میله کلاشینکوفو ، ۳۰ میله پیکا ماشندارو، ۱۵ قبضې راکټ لانچرو تر څنګ خورا زیات مهمات او نور وسائلو سپارلي دي. ویل کېږي چې د ټولو ۲۰۰۰ کورونو نماینده ګانو له طالبانو سره دهر از همکاریو ژمنه کړې ده.


• غور: د شهرک ولسوالۍ ۲۰۰۰ کورنیو له طالبانو ملاتړ اعلان کړ

له تېرو څو ورځو راهیسې افغان ځواکونه د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې له طالبانو سره په سختو جګړو کې ښکېل دي او هره ورځ لسګونه دولتي سرتېري وژل کېږي. په دې وروستیو کې طالبانو د ولایتونو ځینې ولسوالۍ نیولې دي او د ځینو نورو د نیولو په حال کې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button