(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱)
طالبان وايي، په کندهار ولايت کې د عامو خلکو د يرغمل کولو په اړه د چارواکو ادعا حقيقت نه لري.
يو شمير رسنيو د کندهار امنیتي چارواکو له قوله راپورونه ورکړل، چې ګنې وسله والو طالبانو په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د بریدونو پر مهال لسګونه تنه ملکي کسان له ځان سره مرته کړي او ځينې نور يې وژلي دي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د چارواکو دغه ادعا ردوي او وايي، د شاوليکوټ ولسوالۍ په چينار، ماڼو، تبکول او باغ دهسره سيمو کې په نيول شويو پوستو کې اربکيان وژل شوي دي.
طالبان وايي، په يادو سيمو کې يې د جګړو پر مهال اوولس تنه نيولي و، چې له تحقياتو او څېړنو وروسته يې خوشې کړي دي.
ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په راستول شوې خبرپاڼه کې ويلي (نور د مجاهدینو لخوا نه کوم ولسي کس نیول شوی او نه هم غیر مسلح کسانو ته چا زیان اړولی).
ښاغلی مجاهد زياتوي، چارواکي غواړي چې په دغه ډول پروپاګند سره په خپلو وحشتونو پرده واچوي او د خلکو پام په بله واړوي او په وينا يې چې ځينې هغه ادارې چې د بشرحقوقو په نامه فعاليت کوي هغوی ته هم فريب ورکړي.
په ورته وخت کې د کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ امنيتي سرچينو ويلي، چې طالبانو په سيمه کې ګڼ شمير محلي پوليس نيولي و چې اووه تنه پوليس يې نن سهار وژلي دي او احتمال شته چې ځينې نور سيمه ييز پوليس هم ورسره بنديان وي.
-الماس خدرخېل-

















