بغلان: د بس موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۴ تنه مړه لسګونه نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱)
د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د مسافرو ۴۰۴ ډوله بس موټر د چپه کېدو په پېښه کې څوارلس تنه مړه شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.
پېښه د دوشي ولسوالۍ د کيلګي په دشته کې رامنځته شوې.
د دغه ولايت د ترافيکو مدير وايي، پېښه نن غرمه مهال شاوخوا دولس بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه موټر د قدرت بس شرکت اړوند و چې له کابله مزار شريف ته روان و.
د بغلان د روغتيا مسئولينو ويلي، چې د دغه ولايت روغتون ته د پېښې له ځایه څوارلس جسدونه او ۲۶ ټپيان وروړل شوي دي.
د پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د روغتيا چارواکي وايي، په پېښه کې د ډيری ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دی.
د مالوماتو له مخې په دغه بس موټر کې شاوخوا شپېته تنه سپاره و، ښايي په پېښه کې د قربانيانو شميره له دې هم لوړه شي.
-الماس خدرخېل-



