ګډوځواکونو په ننګرهار او وردګو کې په ملکي خلکو بمبارۍ کړې :
له سیمې څخه راپورونه وایي چې د دې ولایت د نرخ به ولسوالۍ کې تیره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د امریکایي عسکرو په مشرۍ افغان ځواکونو په ملکی وګړو چاپه وهلې ده.
د سیمې خلک وایي یاده پیښه د دې ولسوالۍ اړوند شهاب الدین سیمه کې د ابدرې په کلي کې رامنځته شوې ده
د دوی په وینا په چاپه کې د یادکلي د سپین ږیري ملاامام په ګډون ۸ تنه کلیوال شهیدان شوي دي.
راپورونه وایي چې له چاپې وروسته امریکایانو د کلي په مسجد او شاوخوا کورونو باندې بمبار هم کړی چې له کبله یې
د مسجد سره سره ګڼ کورونه ویجاړشوی دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې پخلی کړی او دا یې ستر جنایت بللی او په وینا یې وژل شوي ټول سیمیز کلیوال دي.
بلخوا راپورونه وایي چې د ننګرهار ولایت د هسکې مینې په ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو په هغو خلکو چې د مړي ختم او خیرات ته راغونډ شوي ؤ بمبارۍ کړې ، چې په نتیجه کې یې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي.
د دې پیښې په هکله وروستي جزیات لا ندي ورکړل شوي.
تر اوسه افغان چارواکو او امریکایي سفارت د دې بریدونو په هکله څه ندي ویلي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې امریکایانو د افغان ځواکونو په ملتیا په ملکي خلکو بریدونه ډیر کړي چې
تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان او نړیوالې بشري ټولنې د هوایي بمباریو له کبله د ملکیانو مرګ ژوبلې ته هیڅ کوم اهمیت ندی ورکړی
















