بګرام: د طالبانو په ځمکني ماین امریکایي ټانګ سره له عملې ټوټه ټوټه شو.
د راپورونو په اساس د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ کې طالبانو یو امریکایي ټانګ د طالبانو د ایښودل شوي ماین ښکار شوی دی.
طالبانو رسنیو په استول شوې خبرپاڼه کې د خبر په تاید سره ویلي چې تیره شپه شاوخوا ۹ بجې یې بګرام ولسوالۍ اړوند لغماني کلي ته نژدې سیمه کې د امریکایي عسکرو په ټانګ د ښخ شوي ماین په مټ چاودنه کړې ده.
طالب ویاند ویلي چې په چاودنه کې ټانګ په ټولیزه توګه ویجاړ، او څو تنو امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې .
دا پداسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په کندوز کې د یو امریکایي جنرال په ګډون ۳ تنه امریکایان وژل شوي ؤ.
















