مسعود آربن
د طالبانو د مشر شیخ الحدیث ملا هبة الله اخندزاده د زوی د سرتیري برید کولو اوازه ګرځیده چې د ګرشک ولسوالۍ په هغه بله ورځنۍ جګړه کې یې موټر بم برید ترسره کړی
که څه هم د طالبانو کومې سرچینې یاد خبر رسماً نه وو تائید کړی خو زما زړه سمدلاسه تائید کړ او ومې منله چې په دې کې هیڅ شک نشته ځکه چې د دوی امیر په خپل تن اورونه بلولی شي د امیر زوی خو یې تر هر څه وړاندې دې قربانۍ ته تیار او لاس په سینه ولاړ دی
زه په همدې فکرو کوم او له ځان سره مې دا خبرې کولې چې تر غوږ مې شول چې طالبانو هم د خپل د مشر د زوی په ګرشک کې سرتیری برید تائید کړ
د خیال په نړۍ کې مې منډې کړي او په ګړندیو قدمونو مې ځان تر تاریخه ورساوه،په لنډه لنډه ساه مې په تاریخ زیری وکړ چې وویاړه صفحو ته دې نوی باب ورکښته شو
نپوهیږم چې زما له زیري وروسته به تاریخ څه فکر کاوه خو چې ورته ومې ویل چې د مسلمانانو د امیر زوی د دین د نفاذ په خاطر ځان لولپه کړی زر یو څه ولیکه او دا ورځ په خپلو صفحو کې داسې ثبت کړه چې بله دې نه وي ثبت کړي
زما له دې خبرې وروسته تاریخ د حال په ژبه ګونګی شو،بدن یې په لړزیدو شو،له لاسه یې قلم پریوت،او بې حاله شو
بله حیرانتیا راسره ملګري شوه او فکرونو یوړم چې په دا تاریخ څه وشول،نږدې ورغلم او صفحو ته مې لاس کړ چې ګورم د منصور نوم مې تر سترګو شو
زه د صفحو په کتلو بوخت وم چې تاریخ هم په هوش راغی او ترې ومې پوښتل چې ولې داسې حالت درباندې راغی؟
په ډیره ناوسۍ لهجه یې راته کړه چې زه د مسلمه امت د هغه ویاړلي امیر په کارنامو بوخت وم چې د الله تعالی د دین لپاره یې په خپل تن اورونه بل کړل،سوی لوی د الله تعالی دیدار ته ورغی او دار یې په اور بدل کړ چې تا راته یو بل داسې زیری راووړ چې دا صاحنه به خپلو صفحو ته زیاته په مشکله ورکښته کړم ځکه چې له ماسره نور داسې څه نشته چې د دې امت میړني پرې وستایم او دنیاوالو او راتلونکي نسل ته یې وړاندې کړم
تاریخ ګرم نه وو ځکه چې سوونه کاله وروسته له داسې پیښو سره په داسې وخت کې مخ شو چې دی د نړۍ د باچاهانو په داسې بیغیرتیو اې ناموسیو بوخت وو چې سړی یې په لوستلو شرمیږي
له خیالي دنیا څخه په ډیر ارمان حقیقي نړۍ ته راوګرځیدم او ومې ویل
دلته د عقیدې جنګ دی،دلته قدرت څوک نه پیژني،دلته د خپل فکر او عقیدې لپاره امیران ځانونه او اولادونه قرباني کوي،دلته د الله تعالی د رضا لپاره له امیره نیولې بیا تر کشره ټول د ژوند په نوم قیمتې سرمایه د الله دربار او حضور ته نذرانه کوي
نو نړۍ والو دلته له داسې خلکو څخه ستاسې جنګ ګټل زما په اند د یو ماشومانه فکر او عقل د چورتونو محصول دی چې وجود ته راتلل به یې ناشونی او دا ارمان به له ځانه سره ګور ته یوسئ

















