کندوز: طالبانو په توغندویزو بریدونو کې ۳ امریکایي عسکر وژلي

کندوز: طالبانو په توغندویزو بریدونو کې ۳ امریکایي عسکر وژلي

طالبانو نن ورځ د کندوز ښار په بالاحصار سیمه ګڼ توغندویز بریدونه ،او درنه جګړه کړې.

په یاده جګړه کې چې ویل کیږي د دولتي ځواکونو رهبري امریکایي ځواکونو کوله دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب ویاند رسنیو ته په یو خبرپاڼه کې ویلي چې په یاد بریدکې یې ۳ تنه امریکایي پوځیان وژلي، او یو شمیر داخلي او خارجي عسکر ټپیان دي.

طالبانو ویلي چې د توغندیزو بریدونو په پایله کې یې ګډو ځواکونو ته ډیر مالي زیان هم ور اړولی دی.
داپداسې حال کې ده چې تیره شپه هم د بګرام هوایي ډګر سره نږدې سیمه کې یو امریکایي ټانګ د خمکني ماین په توسط منفجر شوی ؤ.

په کندوز کې دا دوهم خونړی برید ده چې امریکایي ځواکونو ته د سر زیان پکې رسیږي، تیره اونۍ هم د یو امریکایي جنرال په ګډون دری تنه امریکایان وژل شوي ؤ.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د دې ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د امریکایانو په مشرۍ د افغان ځواکونو، او طالبانو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button