هلمند میشتي امریکایان: د طالبانو حیرانونکو پوځي تکتیکونو وارخطاکړي

په هلمند کې میشتو امریکایي پوځیانو د امریکا سی ان ان تلویزیوني چینل ته ویلي چې په سختو جګړو کې راګیر دي او هره شیبه له اورونو سره لوبې کوي.
دغو ځواکونو یادې خبري شبکې ته ویلي چې کلونه مخکې یې هم په افغانستان کې ماموریت تر سره کړی دی، خو اوسنی جګړه د پخوانیو په پرتله څو برابره سخته ده.
د سی ان ان خبریال وایي یو امریکایي سرتیري راته ویل چې اوس له غرونو سره ډغرې وهي،طالبان په خورا عالي روحیه جګړه کوي،منظم دیسپلین او حیرانونکي جنګي تکتیکونه کاروي.
نوموړو ځواکونو ویلي چې له افغان پوځ سره اوږه په اوږه د طالبانو د تعرضي بریدونو دفاع کوي او پدې هڅه کې دي ترڅو لا ډیرې سیمې د طالب ځواکونو لاس ته ونه لویږي.
نوموړو ویلي چې هره شیبه یې هوایي پوځونه چمتو وي ترڅو د طالبانو د پیچلو حملو او پلان شویو بریدونو ښکار نشي.
د امریکایي ځواکونو د وارخطایي راپورونه داسې مهال رسنیز کیږي، چې ټاکل شوې په روان اوړي کې له ۴ تر ۵ زرو امریکایي عسکر افغانستان ته راورسیږي



