کلي په زور نه کېږي

ابو بلال

څه پاسه یوه نیمه لسیزه وشوه چې د امریکا په مشرۍ صلیبي ښکیلاک مو د ګران هیواد زمیني او هوایي حریم اشغال کړی او د افغانانو د فکري تخریب ټول امکانات یې په پوره واک او ځواک په کار اچولي.

افغان ملت چې لله الحمد د نړۍ پر مخ سوچه نسبي مسلمان دی او د اسلام تر څنګ په افغاني مغرور کلتور سمبال ملت دی، د کفر پر وړاندې یې تل خپله سینه سپر کړې او د هیڅ بدماش او غاصب پر وړاندې یې سر نه دی ټیټ کړی بلکې د نړۍ د هر وخت فرعون یې په ګونډو کړی او د خپلې خپلواکۍ تر څنګ یې د ګاونډیو هیوادونو ازادي هم د خپلو مټو په زور ساتلې.

ستاسو به یاد وي کله چې امریکا او د متحدینو په نوم اشر شویو اجیرانو یې زمونږ پر پاک حریم د اشغال او تجاوز لپاره وحشي لښکرې د نړۍ څخه راوغوښتې، زمونږ هیوادوالو ته یې د جمهوریت، دیموکراسۍ او دبشري حقوقو شعارونه ورکول او ورته یې ویل چې هیواد به درته ګل او ګلزار کړو تعلیم به وي هوسا ژوند به وي او د غرب په څیر یو پر مختللی هیواد به ولرئ، او دا او هاغه  …

دوی دا نعره هم وهله چې مونږ جنګونه ختموو، دلته سوله ارامي راولو، د ملت ټول حقوق به محفوظـ وي او هر چاته به د ارام ژوند لاره چاره برابره شي. ځینو ساده هیوادوالو مو هم د دوی شعارونه ومنل او ځینو دغرب کونجاړه خورو خو ورته کمپائنونه کول او آن له اسلامي او افغاني ارزښتونو ورته تېر شول.

نن شپاړلس کاله وروسته د هیواد ټول حالت زمونږ ستاسو پر وړاندې دی.

آیا جنګ ختم شو؟ آیا سوله راغله؟ آیا افغان وژنه بنده شوه؟ آیا هیواد مو پرمختګ وکړ؟ آیا هره ورځ مونږ افغانان د همدې راغلیو غاصبینو او د ګوډاګي دولت په بمونو نه وژل کیږو؟ آیا دلته چا په دا شپاړلس کاله کې د خوشحالۍ احساس کړی؟

آیا د هیواد زیاته برخه علماء مو ونه وژل شوه او لاهم نه وژل کیږي؟

آیا د هیواد د زندانونو په شمول مو د ګوانتانامو زندان له هیواد والو ډک نه و؟

آیا د بیان ازادي مو چېرته تر سترګو شوه؟

آیا زمونږ اسلامي مقدسات د کفارو له شر نه په امن دي، مسجدونه او مدرسې مو بمبار نه شوې د جوماتونو امامان مو له جوماتو ونه نیول شول؟

آیا افغاني ارزښتونه او کلتور مو وساتل شو، او په نوامیسو تجاوزونه ونه شو؟

د پاک او قهار ذات څخه وویریږئ او رښتیا ووایئ چې د مرکز په شمول مو د ولایتونو او ښارونو په هوټلونو او نورو ځایونو کې د زنا او فحشاء مراکز جوړ نه شول؟

آیا د دولت په لیکو کې د اربکیانو او نورو امنیتي زورواکو له خوا په کم عمره هلکانو جنسي تیري نه دي روان؟تاسو او خپل خدای ج چې د دولتي بدماشانو له خوا د ولسي پیغلو عفتونه لوټ نه شول؟

په لارو کې د تالاشۍ پر نوم د خلکو ناموس ته سپک ونه کتل شول؟

دا او داسې نور په لسهاؤ سلهاؤ جرائم دلته د ورځني ژوند برخه ده، مګر بیا هم د لوی خدای په فضل دلته د طالب او مجاهد په برکت هر یرغلګر او تجاوزګر د ارام ساه نه ده اخیستې.

له لومړۍ ورځې دوی خپل پوره وحشت ترسره کړی او پر هیڅ ډول درندګي یې درېغ نه ده کړی مګر لله الحمد د همدې ملت اصیلو بچیانو د خپل نازک وجود په ټوټه کولو سره صلیبیانو ته دسر په کاسه کې اوبه ورکړې، چې دا دی څو میاشتې وړاندې د امریکا ولس مشر ومنله چې مونږ په افغانستان کې جنګ بایللی او دخپل شکست او ماتې اعتراف یې وکړ.

پر دومره لوی وحشت او درندګۍ سر بېره بیا هم لله الحمد دوی د یوه ولایت پوره واک په لاس کې نه لري، دوی لا تر اوسه د پاخه سرک څخه خامې ته په اسانه نه شي کوزیدلی، دوی د ولسوالۍ یا کوم کلي لور ته د غټ او لوی کاروان څخه پرته سفر نه شي،کولی. نو افغان دولت او د صلیبیانو اجیران دې په دې خبره سر خلاص کړي چې دا دمیړنیو وطن دی دلته په زور کلي نه کیږي دلته ډیر د وخت فرعونیان راغلل او بیا یې د خپل سر ایستلو په ارمان کې خپل ژوند او سر دواړه بایللي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button