بریتانیا: له ۱۰۰ منل شویو عسکرو څخه ۸۵ تنه افغانستان ته را استوي

د راپورونو په اساس ټاکل شوې چې په لنډ راتلونکي کې به ۸۵ بریتانوي روزنکي عسکر افغانستان ته راورسیږي.

د برېتانیا د دفاع وزیر مارک لانکسټر وايي د افغان ځواکونو په وړتیاوو او پیاوړتیا کې د پام وړ مثبت تغیر راغلی، خو دا ځواکونه لا هم مرستو ته اړتیا لري.

یاد وزیرچې له شاوخوا ۱۱ کلونو وروسته کابل ته راغلی دی ویلي دي چې تر دې وروسته به یې ځواکونه له طالبانو سره په مخامخ جګړو کې هیڅ راز برخه وانخلي.
بریتانیا د اروپایي هیوادونو په ګډه ناسته کې چې په بروکسل کې ترسره شوه د سلو تنو روزونکو د استولو ژمنه کړې وه ، خو داچې دا پوځیان د هغوی له جملې څخه دي او که اضافي روزونکي دي نوموړي څه ونه ویل.
خو یوې سرچینې ویلي رسنیو ته ویلي چې بریتانوي مشران د افغان جګړې په هکله له خپلمنځي اختلاف سره مخ دي،او له ډیرو هڅو وروسته یې د خپلې ژمنې د پوره کولو پخاطر دا شمیر برابر کړ او ښایي چې پاتې ۱۵ تنه یا هیڅ ونه لیږي یا به یې هم په ځنډ سره چمتو کړي

دا هیواد په افغانستان کې اوسمهال ۵۰۰ تنه عسکر لري او د دې ډلې سره به ټولټال ۵۸۵ تنه پوره شي.

له ۲۰۰۰۲ کال څخه تر اوسه تر ۵۰۰ زیات بریتانوي ځواکونه په افغانستان کې وژل شوي چې لوی شمیر یې هم هلمند ولایت کې ؤ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button