پاکستان· ځواکمنې چاودنې د لاهور ښار ولړزاوو

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس دغه چاودنه د لاهور ښار په فېروزپور سړک باندې یوې لوړپوړیزې ودانۍ ته څېرمه داسې مهال شوې چې د ښاروالۍ کارمندانو او پولیسو په ګډه د ښار صفایي کوله

لمړني ارقام ښیي چې په چاودنه کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان شوي دي چې د ۲۰ حالت د اندیښنې وړ دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان رسنیو ته ویلي، چې په وژل شوو کې ۹ تنه پوليس دي.

. چارواکې وایي برید دیو سرتیري بریدګر لخوا د موترسیکل په توسط ترسره شوی، خو د چاودنې بشپړ څرنګوالی به له څیړنو وروسته په ډاګه کړي.

د پیښې مسؤلیت تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې ندی په غاړه اخیستی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button