غور: ۱۰۰۰ نورو غوري کورنیو هم له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړ:

له طالبانو څخه د ولسي حمایت په لړ کې نن هم تر زرو پورې کورونو د طالبانو څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړی دی.
پدې اړه طالبانو په یوه خبرپاڼه کې رسنیو ته ویلي چې نن ورځ د غور ولایت شهرک ولسوالۍ د جام، شیریجه او استو کلیو قومي مشر حاجي عبدالناصر چې په یادو ۳ کلیو کې د ۱۰۰۰ کورونو مشري په غاړه لري، دخپل قوم په ګډون له طالبانو سره د بیعت تر څنګ یې د هر اړخیز ملاتړ اعلان وکړ.

طالب ویاند وایي چې یاد قومي مشر له خپل قوم څخه طالبانو ته ۳۰۰ میله کلاشینکوف، ۲۰ میله پیکا ماشیندار، ۲ پايي هاوان له زرګونو مرمیو او مهماتو سره ورکړل، او د لانورو مرستو ژمنه یې هم ورسره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم یو قومي مشر د ۲ زره کورونو په استازولي له طالبانو څخه د حمایت تر څنګ سلګونه میله سپکه او درنه وسله د هغوی په واک کې ورکړې وه
دا پداسې حال کې چې نن دولتي چارواکو هم اعلان کړی ؤ چې زرګونه کسان یې د خپل حمایت لپاره په هلمند کې راټول کړي ؤ.
بلخوا طالبانو ویلي چې غور کې هیڅ داعشي شتون نلري او د رسنیو هغه راپورونه چې ګواکې د طالبانو او داعشیانو تر منځ د دې ولایت په تیوره ولسوالۍ کې جګړه شوې تبلیغات او افواهات بللي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button