کابل: اور لګېدو پېښه کې دکانونه سوځېدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳)

د کابل ښار څلورمې ناحیې مربوط په میوې او سبزي منډیي کې اور لګېدلی، چې تر دې دمه يې لسګونه دوکانونه سوځولي او لا هم بل دی.

چارواکي وايي، د اور وژنې عمله سيمې ته رسېدلې او د اور په مړ کولو بوخته ده.

عيني شاهدان وايي، چې اور خورا زيات دی که ژر مړ نه شي ښايي نورې سيمې هم په لمبو کې راونغاړي.

تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو تر دې وړاندې دغه ډول پېښې د بجلۍ د شارتۍ له امله رامنځته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې تر دې دمه چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو خلکو ته يې زيات مالي زيانونه اړولي دي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button