د پاکستاني پوځ مشر او نيکولسن د افغانستان په اړه غږېدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳) 

د پاکستاني پوځ له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن اسلام اباد ته سفر کړی او د دغه هېواد د پوځ له مشر سره يې کتلي دي.

ويل کېږي، په دغه ليدنه کې جنرال نيکولسن او د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد د افغانستان په وروستي وضعيت خبرې کړي.

د سرچينې په وينا، دغه ليدنه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې ترسره شوې او د افغانستان په وروستيو حالاتو او د افغانستان- پاکستان تر منځ د ګډې پولې په موضوعاتو يې بحث کړی.

په دغه ناسته کې دواړو لوريو د سولې لپاره په ګډو همکاريو موافقه وکړه.

 

سرچينې وايي، په ياده ناسته کې په اسلام اباد کې د امریکا سفير ډېويډ هيل هم ګډون درلود.

-الماس خدرخېل-

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button