سوداګر: د کارګو الوتکې نه راتګ ورته میلونونه دالر زیان اړولی

سوداګر: د کارګو الوتکې نه راتګ ورته میلونونه دالر زیان اړولی
د راپورونو په اساس د حکومتي چارواکو هغه وعده چې هند ته به د افغانستان میوې اوسبزیجات د هوایي ترانزیټ له لارې انتقالیږي،اوس اوس شکایات رابرسیره شوي چې دې ژمنې هم یواځې تبلیغاتي صبغه درلوده او هیڅ پرمختګ ندی پکې شوی .
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړي محمد یوسف مهمند رسنیو ته ویلي چې سوداګر د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې هند ته د میوو او طبي بوټو د لیږد انتظار باسي، خو د میوو د لیږد الوتکې نه راتګ او سړو خونو کمښت له امله یې میوې له خوسا کېدو سره مخ دي.
سوداګر وایي چې له شلو ورځو راپدې خوا له کابله هند ته د میوو د لېږد الوتکه نده راغلې او د سړو خونو کمښت له امله مېوې د خوسا کېدو په حال کې دي،چې میلونونه دالر زیان یې یواځې سوداګرو ته رسیږي
د سوداګرۍ خونې ویلي چې د الوتکې نه راتګ میلیونونه افغانۍ زیان اړولی او د تازه میوو نیمه برخه خوسا او زیانمنه شوې ده.
سوداګر وایي یاده ترانزیټي لار دوی ته په ۷۵٪ سلنه تخفیف تمامیږي.
سوداګر وایي د حکومتي چارواکو ټول اقتصادي پلانونه د مؤقت وخت لپاره دي او یواځې تبلیغاتي بڼه لري .



