کرکټ: هندوستان سريلانکا ته په ۳۰۴ منډو ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۸)
د هندوستان او سريلانکا تر منځ د لومړۍ ټيسټ لوبه کې هندوستان بريا تر لاسه کړه او سريلانکا ته يې په ۳۰۴ منډو سره ماتې ورکړه.
د لوبې پچه هندوستان وکړه او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه.
هندوستان د شېکر دون او پوجارا پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۳۳٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۶۰۰ منډې جوړې کړې.
هندوستان لپاره شېکر دون په ۱۶۸ توپونو د یو دېرش څلوریزو په مرسته ۱۹۰ او پوجارا په ۲۶۵ توپونو د دیارلسو څلوریزو په مرسته ۱۵۳ منډو جوړولو سره پیاوړې توپ وهنه وکړه.
دغه راز رهانې په ۱۳۰ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۵۷ او پانډیا په ۴۹ توپونو د پنځو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.
سریلانکا لپاره پرادیپ پیاوړې او حیرانوونکې توپ اچونه وکړه. نوموړی ۳۱ اورونو کې ۱۳۲ منډو ورکولو سره شپږ مهمې وېکېټې واخیستې. کومارا ۳ او هېرات یوه وېکېټه واخیسته.
سریلانکا خپل لومړی وار توپ وهنې کې د متیوز، پرېرا او ترنگا توپ وهنې په مرسته ۷۸٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۹۱ منډې جوړې کړې.



