اتومات برش چې لس ثانيو کې مو غاښونه پاکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۸)
هر کس ته پکار دي چې د غذا له خوراک څخه وروسته بايد خپل غاښونه برش کړي، ترڅو يې غاښونه چنجن او ژر له کاره ونه لوېږي او د برش پر وسيله په غاښونو کې د غذا پاتې ميدګي لرې شي، ترڅو مو غاښونه پاک او له خولې بد بوی لاړ نه شي.
د غاښونو د برش کولو لپاره به تر دې مخکې تاسو ډېر وخت لګولو خو اوس د ټيکنالوژۍ د پرمختګ له برکته خپل غاښونه په ډېر کم وخت آن په لس ثانيو کې برش کولی شۍ.
په دې وروستيو کې ځينو طبي پوهانو د Amabrush په نامه د غاښونو داسې برش جوړ کړی، چې يو کوچنی ماشين پکې نصب دی او د ويبريشن له لارې غاښونه پاکوي.
دغه کوچنۍ سپينه آله د باندې خواته يوه وړه ډبه لري چې له کريمو ډکېږي او له هغې وروسته په غاښونو کې ورکول کېږي، چې دغه برش په لس ثانيو کې د غاښونو د صفايي کار خپله سرته رسوي.
د دغه برش نري تارونه ۹۹ فيصده باکتريا وژونکي دي او هره ورځ په دوه ځله استعمالولو سره په شپږو مياشتو کې دغه تارونه له کاره لوېږي او بايد نور ور واچول شي.
د ورکړل شويو مالوماتو له مخې، نوموړی برش له برېښنا څخه چارج کېږي چې په يو ځل چارج کولو سره پرې ۴۸ واره غاښونه صفا کولی شۍ.
د دغه برش بيه نوي امريکايي ډالره ده.
خو پام مو وي، چې طبي پوهان وايي د غذا له خوراک وروسته باید دیرش دقیقی انتظار وکړو او له دغی دیرش دقیقو انتظار وروسته غاښونه برش کړو.
تر دې وړاندې فلیپس کمپنۍ د غاښونو پاکولو داسې کيمره لرونکی برش جوړ کړی و، چې د مبايل بلوتوت سره وصل کېده او په مبايل کې يې درته ښودل چې کوم ځای له برش کولو پاتې او دغه ډول نورې ځانګړنې يې هم درلودلې.
-الماس خدرخېل-



