(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۸)
د غزني ولايت په قرباغ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې دواړه غاړې يوبل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د ايينو په سيمه کې د دولتي ځواک (اربکيانو) په پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې دوه پوستې نيولي دي.
طالبان وايي، چې يادو پوستو ته په کومکي قوه يې هم بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې يې يو ټانګ ويجاړ، درې تنه عسکر وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان ديږ
طالبانو ويلي، په دغه جګړه کې يې په زياته اندازه درنې او سپکې وسلې او نور پوځي توکي هم لاس ته ورغلي دي.
بل پلو د غزني د امنيې قومندانۍ سرپرست مصطفی مايار د طالبانو بريدونه تائیدوي او رسنيو ته يې ويلي، چې په دغه جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، په ياده جګړه کې شل تنه طالبان هم وژل شوي، خو طالبانو خپل لور ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
د دغه سيمې اوسېدونکي وايي، چې تر سهاره پورې درنه جګړه شوې او پوليسو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرو په اړه يې معلومات نه لري.
-الماس خدرخېل-

















