(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۸)
د جرمني امنيتي مسئولين وايي، چې کونستانس ښار کې يوه وسله وال کس د شپې پر يوه کلپ بريد کړی، چې په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
پوليس زياتوي، پېښه نن سهار د څلور بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده او په خبره يې چې يواځې بريدګر او د کلپ ساتونکی کس وژل شوی او دغه کلپ ته نور راغلي کسانو د ډزو په وخت کې ځانونه ژغورلي دي.
عيني شاهدان وايي، چې بريدګر لومړی د کلپ پر ساتونکي ډزې وکړې او هغه يې وواژه.
د سرچينو په وينا، د پوليسو سره په متقابلو ډزو کې بريدګر هم وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د جرمني په هامبورګ ښار کې يوه کس د چړې په ګذارونو يو تن ووژلو او شپږ تنه نور يې ټپيان کړل.
پوليسو ويلي و، چې دغه بريدګر ۲۶ کلن مسلمان او په دغه هېواد کې يې د پناه اخيستو غوښتنليک رد شوی و او په خبره يې چې ښايي دماغي ستونزه به يې لرله.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په جرمني کې وسله وال او د چړو د بريدونو پېښې ډيرې شوي.
-الماس خدرخېل-


















