چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ويښ شئ افغانانو ! چې کمونستان بیا را پورته شول :

امین الله نشرونکی: امین الله
جولای 30, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
9
ځلې شریک شوی
117
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال : امین وردګ
آورېدلي به مو وي چې : د (وطن ګوند) یو ځل بیاپه کابل کې رسمي کار پيل کړ ؛ هغه کثیفه او د بې ګناه افغانانو په وینو سره څېره یې بیا را څرګنده شوه ؟
آیا پوهېږئ ! چې (وطن ګوند) د چا ګوند ؤ ؛ د چا دی او د چا به شي ؟
وطن ګوند د هاغه کمونستي ګوند یوه څانګه ده چې : د څورلسمې هجري لمريزې پېړۍ په څلورمه لسيزه کې را و ټوکېدلو او بیا يې له څه باندې دوو لسيزو (سیاسي فعایتونو) څخه په مظلومو او ويدو افغانانو باندې داسې بې رحمانه بريد وکړ چې : تر نن پورې لا بشریت ترې شرميږي.
بلې ! دا همغه کمونستي توکړه ده چې : په افغانستان کې یې د وينو ویالې بهولې وې او لا یې هم بهوي!
دوی ټول په لومړي سر کې یوه ګوندته منسوب وو ؛ چې وروسته بیا په دوو څانګو (خلق او پرچم) سره و وېشل شول ؛ خو کله چې : هغه دواړې ډلې و شرمېدلې ، د افغان مسلمانو وګړو په وړاندې ټينګې نه شوې او تاریخي ماتې یې وخوړه ؛ نو هغه مهال د کرملن واکمونو تکل وکړ چې : باید د تېښتې لپاره خو د خټې کومه پزه جوړه کړي ! نو همغه وو چې : د وتلو په وخت کې یې خپلې افغان اجیرې ډلې ته یو بل او نوی نوم خوښ کړ ؛ تر څو يې تر یوه وخته افغانان په آرامه پرېږدي او په راتلونکي کې (مناسبې موقع ته په کتو سره) یو ځل بیا سر راپورته کړي او د روس په ماته او ګردجنه څېره یوه نرمه ټوټه راتېره کړي ، نو همغه وو چې : ډاکټر نجیب د ((وطن ګوند یا حزب وطن)) په نوم حزب اعلان کړ چې ؛ ظاهراً به دغه حزب د سولې نارې پورته کولې ، مګر اصل کې همغه زوړ ښامار ؤ.
هو ! دا د افغانستان تاريخ ثابته کړې چې : دښمن یې کله په جګړه کې مات شي ، بیا د مکارۍ لپاره د سولې نارې پورته کوي ؛ تر څو هم خپل موقف وساتلای شي او هم د ګور له غاړې بېرته کورته را وګرځي.
راځو اصل مطلب ته !
(وطن ګوند) د ډاکټر نجیب یو کمونست ګوند دی ، دغه ګوند له هماغه لویه سره څخه سیاسي فعالیت کوي ، مګر کله پټ او کله هم لږ را ښکاره غوندې شي ؛ تر دې چې : څو کاله وړاندې یې له امريکایانو سره لاس یو کړ او په افغانستان کې اوسنۍ غربپالې ادارې ته ور ننوت ، ورو ورو یې د خپل پخواني موقف ترلاسه کولو لپاره کوښښونه پیل کړل او یو ځل بیا يې (د پخوا په توګه) پټ پټ سیاسي او اقتصادي فعالیتونه روان کړي .
دا اوس چې افغانستان ته کوم خارجي ښکېلاکګر راغلي ؛ په دغو کې فوځي کمونستان هم شته ! نو ځکه خو یې ورو ورو پخواني کمونستان یو ځل بیا سپوټ کړل او په اداره کې یې تر کليدي چوکیو پورې و رسوول ، کله چې : دوی یو څه قوي او سره راټول غوندې شول ؛ نو یې لومړی انټرنېټي تبلیغات ګړندي کړل ، په لومړي سر کې یې ډاکټر نجیب ته (په ډېره بې شرمۍ سره) د شهید لقب ورکړ او بیا یې د هغه انځورونه د تبليغاتو په توګه ؛ په موټرونو او دېوالونو وځړول ، له بلې خوا به يې د ډاکټر نجیب هغه ویډيوګانې هم ورځ په ورځ د نېټ له لارې خپرولې چې : د مجاهدینو مشران يې د پاکستان او امریکا غلامان پکې بللي وو ؛ دا چې ډېری مشران (متأسفان) په ريښتیا هم غربپلوي او اجیر وختل ؛ نو ځکه یې موږ(افغانان)کمونستانو ته سرټيټي کړو ؛ دا چې د ډاکټر نجیب خبرې تر یوه حده ريښتیا شوې ؛ نو کمونستانو هم دغه خبرې د یوې قوي شمیایي وسلې په توګه وکاروولې او له امله یې ډېری نوي ځوانان دغه تورمخي ګوند (حزب وطن) ته ورمائل کړل .
خو هو ! په څنګ کې یې هغه خپله اصلي څېره هم پټه نکړای شوه ؛ چې د اسلام په توهین او تحقیر پسې یې (تر پخوا لا) ګړندي پلونه اوچت کړل.
دوی په ټولنيزو شبکو کې ؛ ټولنيز ګروپونه او فیسبوکپاڼې هم جوړې کړې چې : یوه له هغو پاڼو څخه د (فکر وکړئ) په نوم پاڼه ده او په همدغه نوم سره فیسبوکي ګروپ هم لري ، ټوله ورځ د اسلام ، قرآن او د الله د نازولي نبي (ص) توهین پکې کوي ، دوی دومره په لوړ مهارت سره تبلیغات کوي چې : کولای شي ځينې ناپوه او نالوستي ځوانان په ډول ډول فکرونو کې ډوب کړي او د هدایت کومی يې تږی پرېږدي ، دوی په دغو تبليغاتو کې چې کله له چا سره بحث کوي ؛ نو احساساتي کيږي نه ! بلکې په سړه سينه سړي ته ځواب ورکوي ؛ خو متأسفانه چې : زموږ ځينې احساساتي ځوانان په ښکنځلو ورته سر شي او چې څه په خوله ورځي هغه ورته وايي ؛ مګر د دوی عکس العمل بیا هم نرم اوهيښوونکی وي.
دا چا په دغه وخت کې کوم بل څوک د دغو دواړو لوریو تر منځ برخورد ته وګوري چې : مسلمان په ښکنځلو زړه یخوي او کمونست یې په خندا ورسره تېروي ؛ نو هغوی دا فکر کوي چې : په ريښتیا هم لکه چې مسلمانان دليل نه لري او یوازې ښکنځلې کولای شي ؛ چې دغه موقف زموږ ټولو حیثیت له منځه وړي .
دا چې دوی دغه پروسه ښه په آرامۍ سره مخته یووړه او لا یې هم وړي او ځانونه یې ښه قوي او پرنفوذه هم کړل ؛ نو اوس یې ښه په ډاډه زړه او په ښکاره توګه د( همغه پخواني کمونستي) حزب نوم یو ځل بیا اعلان کړ او له دې وروسته به ښکاره د اسلام توهین کوي ؛ خو دومره نر به نه وي چې : ((مه !)) ورته ووايي التله په مزدوره اداره کې ! .
نو ګرانو افغانانو ! آيا هغه وختونه ستاسو هېر شول چې : دوی به د کلیو په ځوانانو او هلکانو باندې له پاسه چین لرونکي ټانګونه خېژول ؟
آیا ایماني جذبې مو مړې شوې او که له جګړو ستړي شوي یاست ؟
آیا هغه د شهیدانو له وینو ډک زندانونه مو هېر شول ؟
آیا غواړئ چې هغه شپاړس لکه (۱۶۰۰۰۰۰) شهیدان تر شا او یتیمان یې نهيلي کړئ ؟
آيا غیرت او وجدان مو ویده شوي ؟
څه درباندې وشول چې : د کمونستانو رسمي دفتر مو په کابل ښار کې تحمل کړ او د طالبانو په قطر کې نشئ تحمل کولای ؟
آیا طالبان تر کمونستانو هم بدتر بولئ ؟
له ځينو پخوانيو مجاهدینو څخه خو (چې اوس یې ډېری مشران په یوه چوکۍ ورسره ناست دي) نوره ګيله نه کوو ؛ ځکه چې : له هغوی نه خو هسې هم نوره د جهاد تمه کول ناپوهي بولم ، مګر تاسو (عام خلک) خو لا تر اوسه چا په پیسو نه یاست اخیستي !
نڅوړ ته راځو !
دا چې د کابل واکمنان په یوه څوکۍ کې دوه ناست دي ، حکمتیار صېب هم په کابل کې سنګري دی ، شمالي ټلوالې یو ځل بیا لاسونه سره یو کړل او د دولت په وړانې ګواښل کوي ، روسانو هم د داعش د ځپلو په پلمه افغانانو ته ګواښ وکړ ، راتلو نکي انتخابات هم را نژدې شوي او د دې ټولو سره سره :طالبان د افغانستان په ډېرو او فراخو سيمو باندې نظامي واک او رسوخ تر لاسه کړی ؛ غربیان هم په منډه کې وبولئ او ان شاءالله ټول به وزي ځکه چې : تل په تبۍ ناستی ستونزمن وي ، هغوی نازولي لوی شوي ، په غرونو کې تل او په ناآرامۍ سره ژوند ورته ګران دی ؛ نو څه فکر کوئ چې : په دغه حساسو حالاتو کې به بیا هم خوب کول روا وي ؟
آیا ويښ نه شو ؟
آیا لا هم ناپوهۍ ته دوام ورکړو ؟
آیا پرېږدو چې : يو ځل بیا ګران افغانستان د کمونستانو او ټوپکي ځنارو په پليتو لاسونو کې ولويږي ، د کابل شتمنۍ دې لومړی ولوټول شي او له هغه وروسته بیا موږ اقدام وکړو ؟
آیا بیا هم غواړئ چې : ملي موزیم ، افغان پښتني بانګ او د شهزاده سرای صرافیانې مو یو ځل بیا د شمال د لنډغرو له خوا چور شي آیا غواړئ چې د وزارتونو ټول ليکلي اسنادونه وسووزول شي؟
نه ، نه ! والله که خو داسې مناسبه وي ، وخت له لاسه مه ورکوئ ، د پېښې له وقوع نه وړاندې باید د (کېدونکې) پېښې مخه و نيوول شي ، وروسته بیا هېڅ ګټه نه لري .
که زما منئ !
په فیسبوک یا نورو ټولنيزو شبکو کې چې کله تاسو کوم مزخرف او ناروا شیان و وينئ ؛ نو مه یې خوښوئ او مه مو رایه پرې لیکئ (یانې مه لایک ور کوئ او مه کمېنټ پرې لیکئ) ځکه چې : د دوی هدف هم دا دی چې : تبليغي زهر یې و پاشل شي ! هغه که ته څومره ښکنځلې هم ورته کوې ، د هغوی پکې ګټه د ه ؛ ځکه چې : بیا بیا به یې ليکنه خپريږي او نفوذ به کوي : همدا راز… په فاحشو انځورنو څه مه ليکئ ؛ و لو که د نصیحت په بڼه هم وي ! ځکه چې : کوم څوک دغه کارونه کوي ؛ هغه ستا په دومره واړه نصيحت مشکل دی چې : سم به شي ، یا دا چې : له ګټې یې زیان ډېر دی نو ترې تېر شه ؛ بلکې نور به له لارې پرې وباسې ! ځکه چې : نورو ته ورځي ، بیا نورو ، ورپسې نورو ، نورو ته !.

مقصد ! کله چې : روس په افغانستان بريد وکړ ؛ امریکې له ډاره اوف لا نه شوای کولای ، مګر چې کله یې ماتې وخوړه ؛ نو غربیانو زر برېتونه کش کړل او میدان ته یې را و دانګل ؛ تر څو نړۍ ته خپل (هغه د وتنام) لوېدلی موقف اوس پیاوړی او لاسبری وښيي او ووايي چې : روسان موږ مات کړل ؛ ځکه : هغه تاسو به چې مجاهدین ورته ویل ! هغوی ته مو نن په غاړو کې د بردګۍ زنارونه ور اچولي او له ځانونه سره یې چې هرې خوا ته وغواړو کشکوی يې شو ، حتی ځينې شیخان مو یې هم وپېرل ، چې اوس ټوله شپه د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو په تحریف کې فکر کوي ؛ تر څو زموږ اشغال ته د جواز اودوام لپاره حکم ولټووي .

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نو زما په اند : که سبا امریکه وتښتېده ؛ بیا به د روس ، چین او هند وار وي ، ځکه چې : دا دریواړه کمونستي نظامونه دي او دوی کلک هوډ لري چې ؛ په افغانستان کې یو قوي کمونستي نظام ټينګ کړي .
نو کوښښ وکړئ چې : کمونستان نفوذ درنه و نه کړي ، اګر که اوس د کابل د واکمنو زور نه پرې رسيږي ؛ خو تاسو ټول په ګډه دا یوه فريضه او وجیبه و وبولئ او په وړاندې يې را ويښ شئ.
که یې نه منئ ! نو راشئ او د همدغې ليکنې په نظرپاڼه کې به و ګورئ چې : کمونستانو څومره نفوذ کړی او زما په هکله څه بابولالې بولي : څوک به پاکستانی راته وايي ، څوک به مې طالب بولي ، څوک به وایي چې : د وطن دښمن یې ، څوک به څه وایي او څوک څه ، خو تاسو حال ته ګورئ .

مخکینې مطلب

غزني: طالبانو دوه پوستې نيولي ۸ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

بل مطلب

عسكر جانه! خپل نوم دې د تاریخ په زرینو پاڼو کې ولیکه

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com