پکتیا: په څمکنیو ولسوالۍ درنه جګړه روانه ده:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری۹) فرید افغان
د راپورونو په اساس د پکتیا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ تر سقوط وروسته اوس د جګړو لمن د څمکنیو ولسوالۍ ته رسیدلې.
د پکتیا امنیتي چارواکي واېي، وسله والو طالبانو نن سهار وختي ددې ولایت شهرنو ولسوالۍ په لواړه ستراتيژیکه سیمه ډله ییز بریدونه پیل کړي، چې د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.
راپورونه وایي طالبانو نن سهار د شهرنو په لواړه سیمه کې چې د دواړو ولسوالیو ترمنځ پرته سیمه ده بریدونه او پرمختګونه کړي دي.
وسله والو طالبانو رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د شهرنو ولسوالۍ لواړه سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو ۳ پوستې نیولي او دا مهال د لواړه بازار کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
دا په داسې حال کې دي چې پرون ناوخته هم افغان ځواکونو د جاني خیلو ولسوالۍ اړوند رباط سیمه کې د بیا جمع کیدو هڅه وکړه، خو طالبان وایي چې په ځپونکو او تکتیکي بریدونو کې یې ۲۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.
زرګونه دولتي عسکر د امریکایانو په ملتیا پرلپسې هڅه کوي ترڅو طالبان په شا وتمبوي او جانیخیلو ته ځان ورسوي خو د طالبانو له مستحکم خط سره مخامخ دي او د پرمختګ څرک یې نشته



